د بغلان ولایت د عدلي او قضايي اورګانونو پلاوي د یاد ولایت د زندان له مسوولینو سره ولیدل

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۲ - ۱۲:۰
ولایتی

تیر ورځ د دې ولایت د عدلي او قضايي اورګانونو پلاوي د یاد زندان مسوولینو سره ولیدل او د ا.ا.ا عالیقدر مشرتابه (حفظه الله) له خوا د زندانیانو د سزا د عفوې او تخفیف اړوند د کوچني اختر په مناسبت د فرمان پلي کولو په هکله یې ورسره خبرې وکړې.
داراز، نوموړي پلاوي د یاد ولایت د زندانیانو د جرمي دوسیو او د بند مودې د ارزونې وروسته هغوی ته ډاډ ورکړ چې د کوچني اختر د رارسېدو په پار د ا.ا.ا عالیقدر مشرتابه (حفظه الله) د فرمان صادریدو سره به سم په شرایطو وړ زندانیانو له ډلې به ځینو ته د قید په موده کې تخفیف او ځېني نور به خوشي شي.
همداراز، د دې ولایت مسوولینو او پرسونل له لورې د یو حشر په ترڅ کې د یاد زندان په انګړ کې زینتي نیالګي کېنول شول.

د یو بل خبر له مخې، د هرات د زندان د مسوولینو په وینا د اداري چارو د لاښه پرمخ وړلو په موخه یې د یاد زندان په اداري شعبو یو شمېر  کمپیوټرونه او پرینټرونه ووېشل.
نوموړي مسوولین زیاتوي یاد کمپیوټرونه او پرينټرونه د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي لګښت اخیستل شوي څو چارو پروخت او منظمه توګه مخ ته لاړې شي.

رمضان المبارک ۲۱/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس په مشرۍ پلاوي د هلمند ولایت له زندانه لیدنه وکړله

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي له نوموړي زندان څخه د لیدنې پرمهال لومړی د دې زندان له رئیس محترم ملا بهاوالدین سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغه ورته له خپله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۲۲
Background image

ولایتي خبرونه: (ننګرهار، بلخ، نورستان) د ننګرهار ولایت په زندان کې (۴۴) تنه ښځينه زندانيانې له ديني زده کړو فارغې شوې

 د نوموړي زندان  د ښوونې او بيا روزنې مديريت له لوري د زندان په ښځينه بلاک کې ۴۴ تنه ښځينه زندانيانې، چې د ښځينه ښوونکو له خوا ورته تدريس کېده، د قرآنکريم د تجويد، سيرت النبي ﷺ او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۳۱
Background image

ولایتي خبر: (پکتیکا) د پکتیکا ولایت د زندان پرسونل او زندانیانو لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پای ته ورسېده

د دغه ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" زیاتوي، په یاد زندان کې د ورزش مینه والو زندانیانو او پرسونل شپږو لوبډلو ترمنځ دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

د مسوولینو  په وینا،. . .

BACK TO NEWS