د بغلان ولایت د زندان لپاره نوي امر رسماً په کار پیل وکړ

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۹:۵۱
بغلان

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په مشرۍ او د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" او د کورني تفتیش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي" په ګډون یوه صلاحیت لرونکي پلاوي بغلان ته د خپل رسمي سفر پرمهال، د یاد ولایت د زندان ملکي او نظامي پرسونل او مسوولینو ته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې محترم مولوي سیدولي د دې زندان د نوي امر په توګه معرفي او د خیر د دعا په کولو یې ورته په چارو کې د بریا هیله وکړه.
داراز، محترم مولوي محمدیوسف "مستري" د نوموړي ولایت د زندان د مخکیني امر کړنې او فعالیتونه وستایل او د دې زندان پرسونل ته یې په خبرو کې له نوي امر سره د پوره همغږۍ او د چارو ښه پرمخ وړلو د سپارښتنې ترڅنګ وویل: « هیله مند یم چې محترم مولوي سیدولي به هم تر خپل لاس لاندې پرسونل سره ښه چلند کوي، له حاله به يې ځان تل خبروي او ستونزو ته به یې پرخپل وخت رسېدنه کوي».
همداشان، د ادارې د کورني تفیش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي" بیا د یادو مراسمو پرمهال خپلو خبرو کې د دې ادارې د مسوولینو ادلون بدلون لکه د نورو دولتي بنسټونو په شان د ښې حکومتولۍ یو اصل وګڼه او زیاته یې کړه، چې محترم مولوي سیدولي په کار پوه او تجربه لرونکی شخص دی او له دې وړاندې یې په پوره صداقت او امانت د زندانونو چارو د سمون ادارې په چوکاټ کې دنده ترسره کړې ده.
په ورته وخت کې، د بغلان ولایت د زندان نوي امر محترم مولوي سیدولي د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د دې باور او اعتماد د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې ورسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره امانتولۍ ترسره کوي.
د یادونې وړ بولو، چې محترم مولوي سیدولي تر دې مخکې د سمنګان ولایت د زندان د امر په توګه دنده لرله.

جمادي الثاني-۲۱/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS