د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د پالېسۍ او انسجام نوي امر په دنده پیل وکړ

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۲۸
مرکز اصلاح

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه او اړتیا ته په کتو، محترم قاري رحیم الله "جراح" د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د پالېسۍ او انسجام نوي امر په توګه وګومارل شو.

په ورته وخت کې، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس محترم مولوي عطا محمد "محمد" د یو لړ مراسمو پرمهال په یاد مرکز کې نوی ګومارل شوی امر د دې مرکز ملکي او نظامي  پرسونل ته معرفي او په چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړله.

داراز، محترم مولوي عطا محمد "محمد" نوي ګومارل شوي امر ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ ترې وغوښتل چې په اړوندو چارو کې له یو بل سره پوره همغږۍ او همکارۍ په درلودلو سره  د چارو د پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې، قاري رحیم الله جراح په خپلو خبرو کې وویل: زموږ موخه ادارې او هېواد ته خدمت کول دي، نو په دې برخه کې د مشرانو اطاعت به کوو او راسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ او امانتدارۍ ترسره کوو

 

صفر المظفر ۲۶/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۲۸
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د پالېسۍ او انسجام نوي امر په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه او اړتیا ته په کتو، محترم قاري رحیم الله "جراح" د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د پالېسۍ او انسجام نوي امر په توګه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۱۸
Background image

د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمېسیون د خوست ولایت د زندان ارزونه وکړله

د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال محترم ملا عبدالله "بسم الله" په مشرۍ پلاوي په داسې حال کې چې د ا.ا.ا. چارو ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال او یو شمېر نورو مسوولینو ملتیا کوله، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د غزني ولایت د زندان نظامي پرسونل لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه شل ورځینی سیمنار پای ته ورسېد

دغه سیمنار، چې د یاد ولایت زندان د مسوولینو په هڅو د تجربه لرونکو استادانو له لورې د زندان (۲۰) تنو نظامي کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی وو، د شل ورځو په موده کې ګډونوالو ت. . .

BACK TO NEWS