د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمېسیون د خوست ولایت د زندان ارزونه وکړله

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۱۸
خوست

د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال محترم ملا عبدالله "بسم الله" په مشرۍ پلاوي په داسې حال کې چې د ا.ا.ا. چارو ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال او یو شمېر نورو مسوولینو ملتیا کوله، د خوست د زندان اداري، امنیتي، تعمیراتي، ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو، کتابتون، روغتیايي مرکز، پخلنځي او خدماتي چارو ترڅنګ، د زندانیانو د استوګنې ځایونه هم له نږدې وارزول.

یاد پلاوي، د دې ارزونې په ترڅ کې د دې زندان له زندانیانو سره هم وکتل او ورته یې وویل، هغه کسان چې د جرمونو له امله زندان ته راوستل شوي، هیله ده له خپلو تېرو ناسمو کړنو پښېمانه شي، توبه وباسي او له هغو اصلاحي او ښوونیزو فرصتونو څخه چې په دې زندان کې ورته برابر شوي، اعظمي ګټه واخلي، ترڅو د بند د مودې تر بشپړېدو وروسته خپلو کورنیو او ټولنې ته د سالمو او ګټورو وګړو په توګه ور وګرځي.

په ورته مهال، زندانیانو د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لوري د برابرو شویو امکاناتو، خدمتونو او اسانتیاوو څخه د رضایت څرګندونولو سره یو لړ غوښتنې یې له پلاوي سره شریکې کړې چې پلاوي د دغو غوښتنو د ارزونې او د شته امکاناتو په چوکاټ کې د حل لپاره ډاډ ورکړ.

په پای کې، د تشکیلاتو او معاشاتو کمیسیون  پلاوي د زندانونو چارو د تنظیم ادارې رهبرۍ څخه د ښو خدماتو او لازمو اسانتیاوو برابرولو په پار خوښي څرکنده کړله او هڅې یې وستایلې.

 

صفر المظفر۲۶/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۱۶
Background image

د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمېسیون د پکتیکا او لوګر ولایتونو د زندانونو ارزونه وکړله

د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال محترم ملا بسم الله "عبدالله" په مشرۍ پلاوي په داسې حال کې چې د ا.ا.ا. چارو ادارې مرستیال او یو شمېر نورو مسوولینو یې هم ملتیا کوله، د نوموړو ولایتونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۴:۴۹
Background image

د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال په مشرۍ پلاوي د هرات ولایت زندان له عمومي وضعیت څخه لیدنه وکړله

د ریاست‌الوزراء عالي مقام اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام "حنفي"په داسې حال کې، چې د ښار جوړونې وزیر محترم مولوي نجیب الله "حقاني" او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر محترم حاجي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۱۴
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د قرارګاه د امنيتي قطعې ساتونکو او ساتنمنانو ته یو میاشتنی مسلکي کورس  پیل شو

دغه کورس، چې (۳۰) ورځې دوام کوي د قرارګاه د امنيتي قطعې څخه افسرانو، ساتنمنانو او سرتېرو ته به د ښوونیز مرکز د با تجربه استادانو له لورې به یادو ګډونوالو ته د زندان او زندانیانو د امنیت. . .

BACK TO NEWS