د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د پالېسۍ او انسجام نوي امر په دنده پیل وکړ
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه او اړتیا ته په کتو، محترم قاري رحیم الله "جراح" د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د پالېسۍ او انسجام نوي امر په توګه وګومارل شو.
په ورته وخت کې، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس محترم مولوي عطا محمد "محمد" د یو لړ مراسمو پرمهال په یاد مرکز کې نوی ګومارل شوی امر د دې مرکز ملکي او نظامي پرسونل ته معرفي او په چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړله.
داراز، محترم مولوي عطا محمد "محمد" نوي ګومارل شوي امر ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ ترې وغوښتل چې په اړوندو چارو کې له یو بل سره پوره همغږۍ او همکارۍ په درلودلو سره د چارو د پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې، قاري رحیم الله جراح په خپلو خبرو کې وویل: زموږ موخه ادارې او هېواد ته خدمت کول دي، نو په دې برخه کې د مشرانو اطاعت به کوو او راسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ او امانتدارۍ ترسره کوو.
صفر المظفر ۲۶/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
