د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د پالېسۍ او انسجام نوي امر په دنده پیل وکړ

news_admin
Mon, Aug 10 2026 3:28 PM
مرکز اصلاح

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه او اړتیا ته په کتو، محترم قاري رحیم الله "جراح" د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د پالېسۍ او انسجام نوي امر په توګه وګومارل شو.

په ورته وخت کې، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس محترم مولوي عطا محمد "محمد" د یو لړ مراسمو پرمهال په یاد مرکز کې نوی ګومارل شوی امر د دې مرکز ملکي او نظامي  پرسونل ته معرفي او په چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړله.

داراز، محترم مولوي عطا محمد "محمد" نوي ګومارل شوي امر ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ ترې وغوښتل چې په اړوندو چارو کې له یو بل سره پوره همغږۍ او همکارۍ په درلودلو سره  د چارو د پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې، قاري رحیم الله جراح په خپلو خبرو کې وویل: زموږ موخه ادارې او هېواد ته خدمت کول دي، نو په دې برخه کې د مشرانو اطاعت به کوو او راسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ او امانتدارۍ ترسره کوو

 

صفر المظفر ۲۶/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS