ولایتي خبرونه:( غزني ،هلمند، پکتیا) د غزني ولایت په زندان کې د (تعلیمالاسلام) تر سرلیک لاندې د ازموینه پایلې اعلان شوې
د نوموړي زندان رئیس محترم مولوي خالقداد "رحمت" په داسې حال کې، چې یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، د دې ازموینې موخه د زندانیانو د دیني زدهکړو د کچې ارزونه، د اسلامي لارښوونو په اړه د هغوی د پوهاوي لوړول او د دیني زدهکړو بهیر ته د زندانیانو هڅول وبلل.
د ازموینې پر مهال له ګډونوالو څخه د تعلیمالاسلام د کتاب اړوند بېلابېلې پوښتنې وشوې، چې تر لسم نمرې پورې بریالیو او ممتازو ګډونوالو ته د هڅونې په موخه یو شمېر ډالۍ هم ورکړل شوې.
هلمند:
د هلمند د زندان رئیس او مل پلاوي یې د دې ولایت د مارجې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله
د دغه ولایت د زندان رئیس محترم الحاج ملا بهاء الدین "عاطف"او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د مارجې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د دغې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.
تر دې ورسته، محترم عاطف په مشرۍ پلاوي د یادې توقیفخونې نوې ودانۍ له رغنیزو چارو څخه هم لیدنه وکړله
همداشان، د زندان رئیس د رغنیزو چارو له مسوولینو څخه وغوښتل چې د یادې توقیفخونې رغنیزې چارې په چټکۍ سره د معیارونو سره سم بشپړې کړي تر څو زندانیانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
پکتیا:
د پکتیا د زندان رئیس او مل پلاوي یې د دې ولایت د زرمت ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله
د دغه ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل"او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د زرمت ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د دغې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.
جمادي الاخر ۱۷/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
