ولایتي خبر (خوست، پکتیکا) د خوست ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) سیالۍ پای ته ورسېده
په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې، د یاد ولایت د عدلي او قضايي، استخباراتو، ښاروال، اطلاعاتو او کلتور، عامې روغتیا رئیسانو، د دغه زندان امر او یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو او علماوو برخه لرله، د نبي اکرم (صلی الله علیه وسلم) سیرت زده کړې او دغه ډول روزنیزو برنامو په ارزښت خبرې وکړې.
داراز، په غوڼده کې ویناوالو؛ د دې ډول علمي او فرهنګي پروګرامونو ترسره کول د زندانیانو د فکري روزنې، مثبت بدلون او اصلاح لپاره اړین ګام وباله او د دا ډول ګټورو فعالیتونو پر دوام یې ټینګار وکړ.
همدا شان، محترم قاري سمیع الله " مجنون " په دغو مراسمو کې ګډونوالو ته وویل: « دا د هر مسلمان ځوان اسلامي او دیني دنده او وجیبه ده چې د خپل محبوب پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د مبارک سیرت څخه ځان خبر کړي او په خپل ورځني ژوند کې یې عملي او ګټه ترې واخلي».
باید یادونه وکړو، یاده سیالۍ چې د کوثر فکري او فرهنګي ټولنې سره په همغږۍ د نوموړي زندان د مسوولینو له لورې څه موده مخکې پیل شوې او (۱۸۹)تنو زندانیانو په کې ګډون کړی وو، د جیدو علماوو لخوا د ازموینې تر اخیستلو وروسته (۱۶) تنه ممتاز ګډونوالو ته د الفجر او ټایمکس ساعتونه په ورکړې وستایل شول.
د یوبل خبر له مخې، د نوموي ولایت په زندان کې (۳۰) تنو ښځینه زندانيانو ته د خياطۍ عملي زده کړې پيل شوې
د مسوولینو په وینا؛ دغه زده کړې د یاد زندان د مسوولینو په همکارۍ او د ځوانانو د پرمختک فرصت موسسې لورې د یاد زندان ښځینوو زندانیانو ته د مسلکي ظرفیت لوړونې، د حرفوي مهارتونو زده کړو او د هغوی لپاره د سالمې او ګټورې راتلونکې لپاره زمینه برابرول یاد کړل.
پکتیکا:
د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د وازیخوا او خوشامند ولسوالیو د توقیفخونو څخه د ليدنې ترڅنګ، له مسوولینو سره پر اړوندو چارو خبرې وکړې.
داراز، پلاوي د نوموړو توفیفخونو له توقیفیانو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې او روا غوښتنې ترې له نږدې واورېدې او د حل په موخه یې ورته ډاډ ورکړ.
همداراز، نوموړي پلاوي د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره په لیدنه کې د هغوی ښه خدمتونه وستایل او توقیفیانو سره پر ښه چلند یې ټینګار وکړ.
جمادي الاخر ۱۵/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
