ولایتي خبرونه: (زابل، لوګر) د زابل ولایت په زندان کې د زندانیانو او پرسونل څخه  د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د مطالعې په اړه ازموینه واخیستل شوه

news_admin
Tue, Nov 10 2026 3:05 PM
ولایتی

د دغه زندان امر محترم ملاحکمت الله "خطاب" په داسې حال کې چې یو شمېر نورو سیمه ییزو مسوولینو هم شتون درلود، د الرباط فکري او کلتوري ادارې له لوري، د زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو امریت او د پوهنې ریاست د تدریسي چارو امریت په همکارۍ  اموزینه واخیستل شوه.

بل لور ته بیا، د یاد ولایت زندان نظامي مدیر په مشرۍ یو پلاوي د دې ولایت د شاجوی ولسوالۍ د توقیفخونې څخه لیدنه وکړله

د زابل زندان امریت د نظامي مدیر محترم ملا سیف الله "صهیب" او ور سره مل پلاوي د دې ولایت د شاجوی ولسوالۍ د توقیفخونې د کاري چارو٬ د محبوسینو د اعاشې، اباطې او حفظ الصحې څخه د لیدنې تر څنګ یې مسؤلینو ته په اړوندو برخو کې لازمې لارښونې وکړلې د هغوی د ستونزو د حل او غوښتنو په برخه کې یې ورسره د همکارۍ ژمنه وکړله.

لوګر:

د لوګر ولایت په زندان کې د زندانیانو د فکري اصلاح، بدني روزنې او سالمې بوختیا په موخه د پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د یاد  زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري" وویل؛ د دا ډول ورزشي سیالیو جوړول د زندانیانو د فکري ودې، بدني روغتیا او مثبت بدلون لپاره مهمې دي او هڅه کوي چې په راتلونکي کې هم د زندانیانو لپاره ورته ورزشي، علمي او فکري پروګرامونه جوړ کړي.

همداشان، زندانیانو د دغو سیالیو پر جوړېدو خوښي څرګنده کړله او ویې ویل؛ دا ډول پروګرامونه د دوی د فکري اصلاح، بدني روزنې او سالمې بوختیا په برخه کې مهم رول لري.

 

جمادي الاول ۲۹/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS