د خوست ولایت د زندان سره د قرآن عظیم الشان لسګونه جلده مرسته وشوه
یاده مرسته، د نوموړي ولایت د زندان په هڅو او د نقیب الله "ځلاند" خییر شخص له لورې د یاد زندان زندانیانو لپاره لسګونه جلده قران عظیم الشان پر زندانیانو باندې د یاد خییر شخص په حضور کې ووېشل شول.
د دې زندان امر محترم مولوي ذبیح الله "طلحه" نوموړي شخص څخه په مننې یاد مرسته د زندانیانو د هدایت او اصلاح لپاره اړین وباله او د هېواد په نورو خییر وګړو يې هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
ربیع الثاني ۱/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
