د زندانونو چارو تنظیم ادارې کې نوې ګومارنې وشوې

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۹:۴۳
معرفی

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" له لوري، محترم ملا محمد عالم "معتصم" د مل پاسوال په بست کې د څرخي پله مرکزي  زندان د ریاست د امنیتي مرستیال په توګه او محترم مولوي محمود "فیاض" د سمونوال په بست کې د ښوونیز مرکز د نوي قوماندان په توګه د یاد زندان پرسونل ته معرفي شو.

محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" د یادو مراسمو  پرمهال په داسې حال کې، چې د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د څرخي پله مرکزي زندان رئیس محترم قاري محمد ګل "جګرخون"، د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش"او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، د مخکینیو مسوولینو کړنې او فعالیتونه وستایل او پرسونل څخه یې له نويو مسوولینو سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو لارښوونه وکړله.

په ورته وخت کې، نویو ګمارل شویو مسوولینو هم په خپلو خبرو کې د ادارې له خوا نوموړو ته د دې مسوولیت د سپارلو له کبله مننه وکړله او دا مسوولیت يې یو امانت یاد کړ او په ښه توګه د ساتلو ترڅنګ یې د دغه مسوولیت پر وخت ترسره کولو ډاډ ورکړ.

 

ربیع الثاني ۱/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۴:۲۹
Background image

د خوست ولایت د زندان سره د قرآن عظیم الشان لسګونه جلده مرسته وشوه

یاده مرسته، د نوموړي ولایت د زندان په هڅو  او د نقیب الله "ځلاند" خییر شخص له لورې د یاد زندان زندانیانو لپاره لسګونه جلده قران عظیم الشان پر زندانیانو باندې د یاد خییر شخص په حضور کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۸
Background image

د څرخي پله مرکزي زندان لپاره نوی د کشف او اوپراتېفي مدیر وټاکل شو

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د څرخي پله مرکزي زندان رئیس محترم قاري محمد ګل"جګرخون د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبداللطیف "سجاد"او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۹:۴۳
Background image

د زندانونو چارو تنظیم ادارې کې نوې ګومارنې وشوې

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" له لوري، محترم ملا محمد عالم "معتصم" د مل پاسوال په بست کې د څرخي پله مرکزي  زندان د ریاست. . .

BACK TO NEWS