د څرخي پله مرکزي زندان لپاره نوی د کشف او اوپراتېفي مدیر وټاکل شو

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۸
معرفی

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د څرخي پله مرکزي زندان رئیس محترم قاري محمد ګل"جګرخون"، د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبداللطیف "سجاد"او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، محترم سمونوال قاري احمد ګل "احمدي" د نوموړي زندان لپاره د کشف او اوپراتېفي نوي مدیر په توګه پرسونل ته معرفي کړ.

داراز، د څرخي پله مرکزي زندان رئیس  په خپلو خبرو کې زیاته کړله، په ادارو کې تغییر او تبدیل د نظام یو مهم اصل دی او د چارو د لاپیاوړتیا په موخه ترسره کیږي.

همداشان، محترم قاري محمد ګل جګرخون د نوموړي زندان له پرسونل څخه غوښتنه وکړله چې له نوي مدیر سره د کار په برخه کې بشپړه همکاري او همغږي ولري.

په پای کې، محترم قاري احمد ګل احمدي ژمنه وکړله، چې دغه دروند مسوولیت به په ریښتینولۍ او امانتدارۍ ترسره او د خپلو مشرانو لارښوونې به په بشپړ ډول عملي کوي او د زندان چارو د لا ښه والي لپاره به هڅې روانې وساتي.

 

ربیع الثاني ۱/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۵:۱۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مقام د لارښوونې له مخې، د کندز ولایت د زندان ریاست په کوربه‌توب، د کندز زون د زندانونو د مسؤلینو د همغږۍ مجلس ترسره شو.

په دغه مجلس کې د کندز ولایت د زندان رئیس محترم حاجي ملا نعمت‌الله "سراجي"، د بدخشان ولایت د زندان رئیس محترم ډاکټر درمحمد صفدر، د تخار ولایت د زندان آمر محترم قاري محمد انور بشیر او د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۱:۱۷
Background image

ولایتي خبرونه: (هلمند، پکتیکا، هرات) ای سي ار سي نړۍوالې کمېټې د هلمند ولایت د زندان  له (۲۹۰۰) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

یاده مرسته، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ او د ای سي ار سي کمېټې له لورې د یاد ولایت د زندان له (۲۹۰۰)تنو نارینه، ښځینه زندانیانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

ولایتي خبرونه: (کندهار، لوګر، پروان، هلمند) د کندهار ولایت د زندان سره د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د روغتیایي کیټونو او ژمنيو توکو مرسته وشوه

د غه مرسته، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د یاد زندان په همکارۍ د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لوري د بندیانو روغتیا ساتني او د هغوي د. . .

BACK TO NEWS