ولايتي خبرونه ( ننګرهار، پروان، بغلان، میدان وردګ) د ننګرهار زندان د معتادینو په لس بستریز کلینک کې د لسو تنو په نشې روږدو زندانیانو درملنه وشوه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۵:۱۵
ولایتي

د ننګرهار ولایت د معتادینو لس بستريز کلنیک د ۱۶ مې دورې په پای کې لس تنه زنداني معتادین د ۴۵ ورځنۍ ځانګړې درملنې وروسته رخصت شول.

د دې ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل سعید وویل؛ نوموړي زندانیان چې له زندانه بهر په نشه یي موادو روږدي شوي و، د هغوی ژوندانه ته د پاملرنې په پار يې د زندان روغتیايي ډلې په مرسته درملنه وکړله.

داراز، محترم مولوي سعید زیاته کړله، د زندانیانو سالمې روزنې او د هغوی د ښه ژوندانه لپاره د زندان دننه د دیني، عصري او حرفوي زده کړو ترڅنګ، درملنې او ورته نورې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

په ورته وخت کې یو تن روغ شوي زنداني د دوی د درملنې پروسې د ستاینې تر څنګ زیاته یې کړله چې د روغتایي ډلې له خوا ورته ورکړل شوې  مشورې د دې سبب شوې چې نشه پرېږدي او بېرته خپل عادي ژوند ته را وګرځي.

نوموړي د تیرو کړنو څخه پېښماني وښوده او ژمنه یې وکړله چې په راتلونکې کې به د نشه يي موادو د استعمال څخه لرې پاتې کیږي.

 

د یو بل خبر له مخې، د یوناما د دفتر مرکز زون رئیس په مشرۍ پلاوي د پروان د زندان څخه د لیدنې ترڅنګ د دې زندان مسوولینو سره د ملکي او نظامي پرسونل د پوهې لوړونې په موخه د سیمنارونو جوړولو په اړه ورسره یې خبرې وکړلې.

په همدې حال کې د یوناما مرکزي دفتر د مسوولینو له لورې د یاد زندان ملکي او نظامي پرسونل ته زندانیان سره د ښه سلوک او د بشري حقونو رعایتولو په اړه سمینار جوړ او په دې تړاو ورته هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

دغه راز، د پروان ولایت د زندان مسوولینو د یوناما د مرکزي دفتر له استازو څخه د مننې ترڅنګ په راتلونکې کې د ورته نور پراګرمونو ترسره کولوغوښتنه وکړه.

 

بل لور بیا، د یونیسف ادارې د مسوولینو له لورې د بغلان ولایت د زندان ملکي او نظامي پرسونل د پوهې لوړونې په موخه یو ورځینی سمینار ترسره شو

 

په دغه سمینار کې، د نوموړي زندان ملکي او نظامي پرسونل ته له زندانیانو سره چار چلند او د هغوي د روزنې او پالنې په اړه ورته هراړخیز معلومات ورکړل شول.

داراز، د نوموړي زندان ملکي او نظامي پرسونل د یونسیف ادارې څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړله چې ترلاسه کړو زده کړو څخه په ګټنې سره د زندانیانو د ښې روزنې او پالنې کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

 

بل خوا، د میدان وردګو په زندان کې د نلدوانۍ شاپ پرانیستل شو

 

د میدان وردګ د زندان د مسوولینو په هڅو او د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست سره په همکارۍ د نوموړي زندان د زندانیانو د روزنې  په موخه د نلدوانۍ شاپ پرانیستل شو.

 د دې ولایت د زندان امر محترم مولوي صلاح الدین ، دا شان د رونېزو اود کسب زده کړو برنامو پلي کېدل د زندانیان په ښې روزنه کې خورا ګتور یاد کړل او د کورنیو او نړېوالو بنسټونو څخه د ورته نورو ښوونېزو او روزنېزو برنامو جوړولو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې، د دې ولایت کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولینو د یاد زندان سره د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

د یادولو ده، چې د نلدوانۍ په دغه شاپ کې به ۳۰ تنه زندانیان د نلدوانۍ کسب په زده کولو کې مشغول شي. 

 

جمادي الاول ۲۵/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

BACK TO NEWS