د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاءالرحمن "سعید" د ولایتونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالفتاح "فاتح"، د نظامي ښوونې او روزنې د واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش"، د پنجشیر او د دې ادارې د شخصیتي دوسیو امرین او یو شمېر مرکزي او سیمه ییزو مسوولینو او علماوو ګډون درلود، له یادو دورو څخه د نوموړو محبوسینو، فراغتغونډې ته د خپلو خبرو پرمهال د دوی د فراغت مبارکي وویله او زیاته یې کړله، چې زندانیانو لپاره د زده کړو ښه زمینه برابره شوې، نو لازمه ده چې خپل وخت بې ځایه تېر نه کړي او د دغه طلايي وخت څخه ګټه پورته او په دیني عصري او حرفوي زده کړو سمبال د سالمو وګړو په توګه ټولنې سره یو ځای شي.
داراز، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم طارق د زندانیانو په ښې روزنې کې د نوموړي زندان د مسوولینو هڅې وستایلې او زیاته یې کړله چې ادارې اړوند په ټولو زندانونو کې د زده کړو روان بهیر د زندانیانو په اصلاح کې ګټور تمام شوی او په دې برخه يې کوټلي ګامونه اخیستي.
همهاله، د یادې غونډې نورو ویناوالو د قرآن عظم الشان په فضیلت او د بنديانو د اصلاح په اړه خبرې وکړې او د حفظ دورو او حرفوي زده کړو دوامدار تنظيم او ترتیب یې نيک ګام وباله او زياته يې کړله، چې زندان د مجرمینو د ژوند لپاره يو تربيتي پړاو دی بايد دوی د خپلې اصلاح لپاره کار وکړي.
د مراسمو په پای کې د قرآن کریم ناظرې او قاعدې د برخو زده کړیالانو ته د نوموړو مسوولینو لخوا د فراغت سندونه ورکړل شول.
همداراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ مسلکي مرستیال په مشرۍ پلاوي د پنجشیر ولایت د زندان پخلنځي، د برېښنايي خدمتونو ، تعمیراتي او روغتیايي چارې له نږدې وارزولې او د هغو لا ښه والي او شتو ستونزو د هواري په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
ربیع الاول ۴/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ر یاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت