ولايتي خبرونه ( ننګرهار، پروان، بغلان، میدان وردګ) د ننګرهار زندان د معتادینو په لس بستریز کلینک کې د لسو تنو په نشې روږدو زندانیانو درملنه وشوه
د ننګرهار ولایت د معتادینو لس بستريز کلنیک د ۱۶ مې دورې په پای کې لس تنه زنداني معتادین د ۴۵ ورځنۍ ځانګړې درملنې وروسته رخصت شول.
د دې ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل سعید وویل؛ نوموړي زندانیان چې له زندانه بهر په نشه یي موادو روږدي شوي و، د هغوی ژوندانه ته د پاملرنې په پار يې د زندان روغتیايي ډلې په مرسته درملنه وکړله.
داراز، محترم مولوي سعید زیاته کړله، د زندانیانو سالمې روزنې او د هغوی د ښه ژوندانه لپاره د زندان دننه د دیني، عصري او حرفوي زده کړو ترڅنګ، درملنې او ورته نورې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي.
په ورته وخت کې یو تن روغ شوي زنداني د دوی د درملنې پروسې د ستاینې تر څنګ زیاته یې کړله چې د روغتایي ډلې له خوا ورته ورکړل شوې مشورې د دې سبب شوې چې نشه پرېږدي او بېرته خپل عادي ژوند ته را وګرځي.
نوموړي د تیرو کړنو څخه پېښماني وښوده او ژمنه یې وکړله چې په راتلونکې کې به د نشه يي موادو د استعمال څخه لرې پاتې کیږي.
د یو بل خبر له مخې، د یوناما د دفتر مرکز زون رئیس په مشرۍ پلاوي د پروان د زندان څخه د لیدنې ترڅنګ د دې زندان مسوولینو سره د ملکي او نظامي پرسونل د پوهې لوړونې په موخه د سیمنارونو جوړولو په اړه ورسره یې خبرې وکړلې.
په همدې حال کې د یوناما مرکزي دفتر د مسوولینو له لورې د یاد زندان ملکي او نظامي پرسونل ته زندانیان سره د ښه سلوک او د بشري حقونو رعایتولو په اړه سمینار جوړ او په دې تړاو ورته هر اړخیز معلومات ورکړل شول.
دغه راز، د پروان ولایت د زندان مسوولینو د یوناما د مرکزي دفتر له استازو څخه د مننې ترڅنګ په راتلونکې کې د ورته نور پراګرمونو ترسره کولوغوښتنه وکړه.
بل لور بیا، د یونیسف ادارې د مسوولینو له لورې د بغلان ولایت د زندان ملکي او نظامي پرسونل د پوهې لوړونې په موخه یو ورځینی سمینار ترسره شو
په دغه سمینار کې، د نوموړي زندان ملکي او نظامي پرسونل ته له زندانیانو سره چار چلند او د هغوي د روزنې او پالنې په اړه ورته هراړخیز معلومات ورکړل شول.
داراز، د نوموړي زندان ملکي او نظامي پرسونل د یونسیف ادارې څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړله چې ترلاسه کړو زده کړو څخه په ګټنې سره د زندانیانو د ښې روزنې او پالنې کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
بل خوا، د میدان وردګو په زندان کې د نلدوانۍ شاپ پرانیستل شو
د میدان وردګ د زندان د مسوولینو په هڅو او د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست سره په همکارۍ د نوموړي زندان د زندانیانو د روزنې په موخه د نلدوانۍ شاپ پرانیستل شو.
د دې ولایت د زندان امر محترم مولوي صلاح الدین ، دا شان د رونېزو اود کسب زده کړو برنامو پلي کېدل د زندانیان په ښې روزنه کې خورا ګتور یاد کړل او د کورنیو او نړېوالو بنسټونو څخه د ورته نورو ښوونېزو او روزنېزو برنامو جوړولو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې، د دې ولایت کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولینو د یاد زندان سره د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
د یادولو ده، چې د نلدوانۍ په دغه شاپ کې به ۳۰ تنه زندانیان د نلدوانۍ کسب په زده کولو کې مشغول شي.
جمادي الاول ۲۵/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت