د پکتیا ولایت په زندان کې د ورزش مینه والو زندانیانو د ټېمونو ترمنځ د (سپین امارت) تر نامه لاندې د والیبال دوستانه سیالۍ د جمیل ځاځي لوبډلې په اتلوالۍ سره پای ته ورسېدې.

news_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۳:۵۶
خبر

دغه سیالۍ چې د یاد ولایت د زندان د ورزش مینه والو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې لس ورځې یې دوام وکړ چې د بلال نیازي او  جمیل ځاځي لوبډلو پایلوبې ته لاره پیدا کړه چې په پایله کې د جمیل ځاځي لوبډلې بلال نیازي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د یاد ټورنمنټ اتلوالي خپله کړه.
په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې د دې د زندان د رئیس محترم مولو ي سهیل "سعید"  وویل چې د دغو سیالیو  موخه د زندانیانو ترمنځ د یوې ښې، دوستانه او سالمې فضا رامنځ ته کول وو، څو زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او  پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.
همداراز، د یاد زندان مسوولینو له لورې د لوبې غوره لوبغاړو ته ډالۍ هم ورکړل شوې.

ربیع الثاني ۹/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

د بامیان ولایت د زندان د زندانیانو لپاره د یو جومات د بیا رغونې چارې بشپړې او  ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بامیانو ولایت د زندان رئیس محترم مولوي عبدالرحیم "احمد" وايي، د نوموړي جومات د بیا رغونې او رنګولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، نن(چهارشنبې) پایته ورسېدې.

د هغه په وینا، له یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

BACK TO NEWS