د پکتیا ولایت په زندان کې د ورزش مینه والو زندانیانو د ټېمونو ترمنځ د (سپین امارت) تر نامه لاندې د والیبال دوستانه سیالۍ د جمیل ځاځي لوبډلې په اتلوالۍ سره پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې د یاد ولایت د زندان د ورزش مینه والو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې لس ورځې یې دوام وکړ چې د بلال نیازي او جمیل ځاځي لوبډلو پایلوبې ته لاره پیدا کړه چې په پایله کې د جمیل ځاځي لوبډلې بلال نیازي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د یاد ټورنمنټ اتلوالي خپله کړه.
په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې د دې د زندان د رئیس محترم مولو ي سهیل "سعید" وویل چې د دغو سیالیو موخه د زندانیانو ترمنځ د یوې ښې، دوستانه او سالمې فضا رامنځ ته کول وو، څو زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.
همداراز، د یاد زندان مسوولینو له لورې د لوبې غوره لوبغاړو ته ډالۍ هم ورکړل شوې.
ربیع الثاني ۹/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
