د زندانونو چارو د سمون ادارې په رهبرۍ ناسته کې د ناروغو زندانیانو لپاره د خوړو ځانګړې مینو په اړه بحث وشو

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۱۶:۳۹
شورایی رهبری

دغه ناسته، چې تېره ورځ د نوموړې ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په مشرۍ او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد"، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"،  د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاد"، د نظامي معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" او د مرکزي ملکي او نظامي برخو د رئیسانو، امرینو او یو شمېر مسوولینو په ګډون جوړه شوې وه، په سر کې د ادارې په غوښتنه او د ریاست الوزرا د عالي مقام په منظورۍ د بګرام د زندان د ریاست لپاره محترم حبیب الرحمان منصور او د کورني تفتیش ریاست لپاره محترم فضل احمد احمدي د ګومارنې حکمونه ولوستل شول او د پېژندنې ترڅنګ ورته په چارو کې د خیر او بریالیتوب دعا وشوه.
په ورته مهال، په یاده ناسته کې د بګرام د زندان د چارو تنظیمول، د ادارې د روغتیا ریاست د طبي پرسونل د ارزونې د پایلو شریکولو، د ناروغو زندانیانو لپاره د خوړو معیاري مینو یا تابلو ترتیبولو او د کلني پلان پربنسټ د نظامي پرسونل لپاره د مسلکي او ښوونیزو کورسونو جوړولو په اړه هراړخیز بحث او اړوندو مسوولینو ته یې په هکله لازمې سپارښتنې وشوې.
داراز، د نوموړې ناستې په ترڅ کې یو شمېر ګډونوالو هم په اجنډا کې د شاملو ځینو نورو مهمو مسایلو په اړه خپل نظرونه تبادله کړل، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" له خوا یې تر اورېدو وروسته په هکله د شرعي اصولو او تقنیني اسنادو له مخې لازمې پرېکړې وشوې.

ربېع الثاني ۲۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳۶
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" تېره ورځ د ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي عبدالرحمن "عابد" په ملتیا د یادې توقیفخونې د نوې ودانۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۷
Background image

ولایتي خبرونه: (بدخشان، نورستان، بادغیس)

د بدخشان، نورستان او بادغیس ولایتونو په زندانونو کې، چې پرسونل او زندانیانو ته د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر درسونه د شعبان میاشتې په پینځمه نېټه پیل شوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل ولایت په مرکزي زندانونو کې د لس درې ورځني فکري او اصلاحي سمینار او د قرآن کریم د ترجمي او تفسیر دوره د اختتامیې دعا په ویلو سره پای ته ورسېده

د زندانونو چارو د سمون ادارې او د تنویر فکري او فرهنګي ټولنې په همغږۍ د کابل ولایت په زندانونو کې د لس درې ورځني فکري او اصلاحي سمینار او د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرآن کریم د. . .

BACK TO NEWS