د کابل ولایت په مرکزي توقیفخونه د فقهي درسونو لومړۍ برخه پايته ورسېده

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۰ - ۱۱:۵۸
نتایج

دغه برخه، چې څه موده وړاندې د نوموړې توقیفخونې ملکي او نظامي پرسونل لپاره پیل شوې وه، نن(سې شنبې) يې له برخوالو څخه پر درسونو د پوهېدنې د ارزونې په توګه ازموینه واخیستل شوه او پايته ورسېده.

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بيا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" په دې اړه د جوړو شويو مراسمو پرمهال په داسې حال کې، چې له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي"، د کابل ولایت د توقیفخونو رئيس محترم قاري عبدالغني "عادل" او یو شمېر نورو دیني عالمانو هم شتون درلود، یاده ازموینه د پرسونل د هڅونې په موخه ګټوره وبلله او زیاته یې کړه، هغه ځای کې چې هلته  د قرانکریم د ایتونو او د نبوي (صلی الله علیه وسلم) د احادیثو په رڼا کې خبرې کېږي، هغه د الهي(جل جلاله) له برکت او رحمت څخه ډک وي، نو لازمه ده چې د دې دورې برخوال دوی ته ورکړل شوې دیني درسونه او معلومات د خپلو کورنیو له غړو سره شریک کړي، څو هغوی یې هم له فیض او برکت څخه برخمن شي.

همدا شان، د ادارې له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو او د کابل ولایت د توقیفخونو رئيس د دا ډول مثبتو پرګرامونو پر عملي کولو خوښي وښوده او له یاد پرسونل څخه یې وغوښتل، څو په دې درسونو کې په ډېرې لېوالتیا او اخلاص برخه واخلي او په خپل ژوند کې یې عملي کړي.

په ورته وخت کې، د نوموړي توقیفخونې ملکي او نظامي پرسونل د زندانونو چارو د سمون ادارې څخه غوښتنه وکړه، چې په راتلونکې کې هم ورته نور دا ډول پروګرامونه پلي کړي.

 

محرم الحرام ۱۵/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۹
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي هرات ولایت ته سفر وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوي پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"په داسې حال کې، چې د دغي اداري د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب" او یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د هرات ولایت له ښځینه محبس سره د سره صلیب او یونیسف موسسې له لوریو  د کتابونو، حفظ الصحې، او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو د سره صلیب نړۍوالې کمېټې او یونیسف موسسې له لوریو ښځینه محبوسینو، د کالیو منیځلو پوډر، شامپو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۴۳
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان کارکوونکو ته د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې دوه ورځینی ورکشاپ پیل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د یاد زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته به د زندانیانو  ښې ساتنې او. . .

BACK TO NEWS