د هرات ولایت مرکزي ښځینه زندان کې د یو روغتیايي کلینیک چارې پیل شوې

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۸ - ۱۷:۵
herat

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه او اړتیا ته په کتو سره د هرات ولایت د زندان د مسوولینو په هڅو د دې ولایت په ښځینه محبس کې د ښځينه بندیانو لپاره د روغتیایي ستونزو د حل په موخه د یو روغتیایي کلینیک او تر څنګ یې د یاد ولایت په زندان کې د اوبو د یوې ذخیرې جوړولو چارې پیل شوې.
د هرات ولایت د زندان رئیس محترم ملا محمد نبي "خلیل" وویل: د یاد کلنیک او د اوبو ذخیرې لپاره پخوا ځایونه ځانګړي شوي وو چې دا دی نن یې د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي لګښت چارې پیل او په بشپړېدو سره به یې د دې زندان د زندانیانو د څښاک او پاکو اوبو د نشت او د ښځینه بندیانو روغتیايي ستونزي ژر او په وخت هواري شي.
همداراز د هرات د زندان رئیس زیاته کړه چې د همکارو موسسو په همکارۍ د دې ولایت د ښځینه زندانیانو لپاره د خیاطۍ، اشپزۍ او یو شمېر نورو برخو کې کورسونه جوړ شوي، چې پر مټ یې یادې ښځینه زندانیانې کولای شي مختلف ډوله خواړه تیار او د خیاطۍ په برخه کې  بېلابېل کالي ډیزاین او جوړ کړي. 

ذو القعده- ۹/ ۱۴۴۴ 
 د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۶
Background image

د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې کمېټې مدیریت د پیاوړتیا لپاره درې ورځینی ورکشاپ پیل شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرکز او ولایتونو زندانونو د هماهنګی، روغتیا، مالي، تفتیش، خدماتو او تعمیراتو برخې مسوولینو ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري د حفظ او مراقبت او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

ولایتي خبر: (غزني) د غزني ولایت له زندان سره د یونیسف موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، (۳۶) د حفظ الصحې کېټونه او (۵۶) کارټنه ډيټول صابون شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یونیسف موسسې له لورې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴۲
Background image

د ایران اسلامي جمهوري دولت له لورې(۱۶۴) تنه محکوم په حبس افغانان ا.ا.ا. ته وسپارل شول

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په غړیتوب د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې په هڅو او د ایران اسلامي جمهوري دولت د حسن نیت پر بنسټ تېره ورځ د (۳) مېرمنو په ګډون(۱۶۴) تنه محکوم په. . .

BACK TO NEWS