د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز له خوا محجوزينو لپاره نوی ښوونیز کال پیل شو

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۱۷:۳۸
مرکز اصلاح وتربیت

په دې اړه نن(سې شنبې) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي"، د ښوونې او روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات"، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري"، د اشیانې دفتر استازو او د یاد مرکز یوشمېر نورو مسولینو او پرسونل ګډون درلود، په دغه مرکز کې د محجوزینو ماشومانو لپاره د نوي ۱۴۰۲ ښوونیز کال د پیل په موخه زنګ وکړنګول شو.
داراز، محترم مولوي نظر محمد "ناصري " په نوموړو مراسمو کې د خبرو پرمهال د همکارو موسسو له همکاریو او مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د ۱۴۰۲ ښوونیز کال لپاره یې په دغه مرکز کې لازم امکانات او اسانتیاوې برابرې کړې دي.
په ورته وخت کې، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز ښوونکو د دې مرکز محجوزینو لپاره د ښوونې او روزنې پروګرامونو برابرول لوی او مثبت ګام وګڼه او په کابل کې د اشیانې او یونیسف موسسو څخه یې د دې مرکز محجوزینو ماشومانو سره د برابر کړي ښوونیز او روزنیز فرصت د برابرولو په پار مننه وکړه. 
همداشان، د دې مرکز  د ښوونځي زده کوونکو محجوزينو د خپلو ښوونکو له مهربانانه چلند څخه د خوښۍ په څرګندولو سره ژمنه وکړه، چې دلته له ورکړې ښوونې به په خپل ژوند کې ښه ګټه پورته کړي او د مرکز له مسولینو يې وغوښتل چې ورته د زده کړې په برخه کې پاملرنه نور هم زياته کړي.
د يادونې وړ بولو، چې د کابل ولايت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز کې محجوزينو ماشومانو ته له څلورم تر دولسم ټولګي پورې د زده کړې ترڅنګ، د نلدوانۍ، برېښنا، موبایل جوړونې، خیاطۍ او بوټ ګنډنې په برخو کې هم فني او حرفوي روزنې ورکول کېږي.

شعبان المعظم ۲۸/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۵:۳۶
Background image

د کابل ولایت څرخي پله مرکزي محبس کې د محبوسینو ترمنځ د فوټسال ټورنمنټ د نهم بلاک د لوبډلې په اتلوالۍ سره پای ته ورسېد

دغه ټورنمنټ چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست او د المپیک کمېټې، بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست د ټول شموله ورزشونو امریت په تخنیکي همکارۍ د نوموړي محبس د (۷). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د لغمان ولایت له زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" او یو شمېر مسوولینو یې ملتیا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۴:۴۶
Background image

ولایتي خبرونه: (زابل، هرات، بادغیس، پروان) د زابل ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) سیالۍ ترسره شوې

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې چې د دغه زندان امر ملا حکمت الله خطاب او یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو او علماوو برخه لرله، د نبي اکرم (صلی الله علیه وسلم) سیرت زده کړې او دغه ډول روزنیزو. . .

BACK TO NEWS