د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز له خوا محجوزينو لپاره نوی ښوونیز کال پیل شو
په دې اړه نن(سې شنبې) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي"، د ښوونې او روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات"، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري"، د اشیانې دفتر استازو او د یاد مرکز یوشمېر نورو مسولینو او پرسونل ګډون درلود، په دغه مرکز کې د محجوزینو ماشومانو لپاره د نوي ۱۴۰۲ ښوونیز کال د پیل په موخه زنګ وکړنګول شو.
داراز، محترم مولوي نظر محمد "ناصري " په نوموړو مراسمو کې د خبرو پرمهال د همکارو موسسو له همکاریو او مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د ۱۴۰۲ ښوونیز کال لپاره یې په دغه مرکز کې لازم امکانات او اسانتیاوې برابرې کړې دي.
په ورته وخت کې، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز ښوونکو د دې مرکز محجوزینو لپاره د ښوونې او روزنې پروګرامونو برابرول لوی او مثبت ګام وګڼه او په کابل کې د اشیانې او یونیسف موسسو څخه یې د دې مرکز محجوزینو ماشومانو سره د برابر کړي ښوونیز او روزنیز فرصت د برابرولو په پار مننه وکړه.
همداشان، د دې مرکز د ښوونځي زده کوونکو محجوزينو د خپلو ښوونکو له مهربانانه چلند څخه د خوښۍ په څرګندولو سره ژمنه وکړه، چې دلته له ورکړې ښوونې به په خپل ژوند کې ښه ګټه پورته کړي او د مرکز له مسولینو يې وغوښتل چې ورته د زده کړې په برخه کې پاملرنه نور هم زياته کړي.
د يادونې وړ بولو، چې د کابل ولايت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز کې محجوزينو ماشومانو ته له څلورم تر دولسم ټولګي پورې د زده کړې ترڅنګ، د نلدوانۍ، برېښنا، موبایل جوړونې، خیاطۍ او بوټ ګنډنې په برخو کې هم فني او حرفوي روزنې ورکول کېږي.
شعبان المعظم ۲۸/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت