د کابل ولایت څرخي پله مرکزي محبس کې د محبوسینو ترمنځ د فوټسال ټورنمنټ د نهم بلاک د لوبډلې په اتلوالۍ سره پای ته ورسېد

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۵:۳۶
ورزش

دغه ټورنمنټ چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست او د المپیک کمېټې، بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست د ټول شموله ورزشونو امریت په تخنیکي همکارۍ د نوموړي محبس د (۷) بلاکونو د محبوسینو د فوټسال منتخبو لوبډلو ترمنځ پیل شوی و او شاوخوا (۴۵) ورځې یې دوام درلود، نن(سې شنبې) د پینځم او نهم بلاکونو د لوبډلو ترمنځ د پایلوبې په ترسره کولو او د نهم بلاک د لوبډلې له خوا د لومړي مقام په ترلاسه کولو پایته ورسېد.

د یادې پایلوبې لیدنې او هڅونې ته د زندانونو چارو د سمون ادارې ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د معلوماتي ټېکنالوژۍ رئیس محترم چهاریقل "ادیب"، د المپیک کمېټې، بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست سلاکار، د کابل ولایت د بدنې روزنې او ورزش رئیس مولوي عتیق الله "خالد" او یو شمېر نور مسوولین او مینوال محبوسین راغلي وو.

د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد ناصري په دې اړه جوړو شویو مراسمو پرمهال خبرو کې وویل، « زموږ زندانونه اوس په اصلاحي او روزنیزو مرکزونو بدل شوي او زندانیان ته دلته د زده کړو سربېره د ورزش زمینه هم برابره شوې ده».

همداراز، د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش رئیس محترم مولوي عتیق الله خالد زندانیانو ته د ورزش په بېلابېلو برخو کې د زمینې برابرولو  له امله د زندانونو چارو د سمون ادارې د مسوولینو هڅې وستایلې او ژمنه وکړه، چې راتلونکې کې به د ورزش په برخه کې له دغې ادارې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې، د مرکزي محبس محبوسینو د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ او مسوولینو او د المپیک کمېټې، بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست څخه دوی ته د ورزش د زمینې برابرولو له امله د مننې ترڅنګ، د دا ډول نورو ښو برنامو ترسره کول د هغوی د جسمي او روحي روغتیا لپاره اغېزمن یاد کړل او ژمنه یې وکړله، چې تل به په کې برخه اخلي.

د څرخي پله مرکزي زندان د محبس د فوټسال د ټورنمنټ د پایلوبې په اړه د مراسمو په پای کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې او د المپیک کمېټې، بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست مسوولینو او د محبوسینو د فوټسال لوبغاړو ته ستاینلیکونه، مډالونه، کپونه او ډالۍ هم ورکړل شوې.

 

جمادی الاول ۱۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۳۷
Background image

د فاریاب ولایت د زندان سره د یونیسف موسسې له لورې د ژمنیو او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د یونیسف موسسې په همکارۍ، شوې مرسته کې چې کمپلې، جرابې، څادر، شامپو، صابون، غاښونو کریم او برس شامل ول،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۰:۴۸
Background image

ولايتي خبرونه( فراه، میدان وردګ) د فراه والي د دې ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د فراه والي محترم ملام محمد حافظ "مجاهد" چې د زندان مسوولینو یې ملتیا کوله د نوموړي ولایت د زندان اداري، امنیتي، خدماتي چارو، د زندانیانو د اوسېدنې، تغذیې، روغتیايي او اصلاحي پروګرامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس د یو پلاوي په مشرۍ دا ځل د کونړ ولایت له زندان څخه لیدنه وکړله  

د دې ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د نوموړي ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور "طیب" په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د زندان. . .

BACK TO NEWS