د کندهار زندان رئیس د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو له امنیه قومندانانو سره وکتل
محترم ملا نعمت الله سراجي، د کندهار ولایت د ټولو ولسوالیو له امنیه قومندانانو سره په خپل کاري دفتر کې د دې کتنې پرمهال، د ولسوالیو د بندیانو لپاره د توقیفخونو پر یو لړ امنیتي مسایلو او ستونزو خبرې اترې وکړې.
داراز، دواړو لورو د یادو توقیفخونو پروړاندې د امنیتي ستونزو او ننګونو د حل لپاره لازمې مشورې او د اصولو مطابق پرېکړې وکړې.
په ورته وخت کې، نوموړو قومندانانو هم د کندهار ولایت د زندان له رئیس سره د دغو توقیفخونو د امنیت د خوندیتوب لپاره په راتلونکې کې د لانورو همکاریو ژمنه وکړه.
رجب المرجب ۲۳/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
