د سمنګانو سیمه ییزو ملکي، کشفي، عدلي او قضايي اورګانونو چارواکو د دغه ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲ - ۱۱:۳۳
ولایت سمنگان

د سمنګانو د محترم والي او مرستیال، د استخباراتو محترم رئیس او د استیناف او ښاري محکمو محترمو رئیسانو په ګډون یوه پلاوي تېره ورځ، د سمنګان ولایت له زندانه د دې لیدنې په ترڅ کې د زندان له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
یاد پلاوي تر دې خبرو اترو وروسته، د نوموړي زندان د مسوولینو او پرسونل له خوا په بېلابېلو برخو کې ترسره شوي فعالیتونه او لاسته راوړنې وارزولې او د دغه ولایت په کچه د زندان ستونزو ته د رسېدنې ډاډ یې ورکړ.
همداشان، پلاوي د سمنګان ولایت د زندان له بندیانو سره هم وکتل، د هغوی وضعیت یې له نږې وارزاوه او اړوندو مسوولینو ته یې د هغوی د مهمو غوښتنو او ستونزو پر حللارو بحث او سلا مشورې وکړې.
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین، له ټولو دولتي او غیر دولتي اورګانونو او بنسټونو څخه هیله لري، چې د هېواد له ټولو ازادۍ سلب مرکزونو څخه لیدنه وکړي، د پرسونل او بندیانو، توقیفیانو او محجوزینو وضعیت او چلند یې وارزوي او د لاسته راوړنو په بډاینه او د ستونزو په حل کې له دغې ادارې سره همکاري وکړي.

ربېع الثاني ۲۸/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۶
Background image

د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې کمېټې مدیریت د پیاوړتیا لپاره درې ورځینی ورکشاپ پیل شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرکز او ولایتونو زندانونو د هماهنګی، روغتیا، مالي، تفتیش، خدماتو او تعمیراتو برخې مسوولینو ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري د حفظ او مراقبت او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

ولایتي خبر: (غزني) د غزني ولایت له زندان سره د یونیسف موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، (۳۶) د حفظ الصحې کېټونه او (۵۶) کارټنه ډيټول صابون شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یونیسف موسسې له لورې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴۲
Background image

د ایران اسلامي جمهوري دولت له لورې(۱۶۴) تنه محکوم په حبس افغانان ا.ا.ا. ته وسپارل شول

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په غړیتوب د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې په هڅو او د ایران اسلامي جمهوري دولت د حسن نیت پر بنسټ تېره ورځ د (۳) مېرمنو په ګډون(۱۶۴) تنه محکوم په. . .

BACK TO NEWS