د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې کمېټې مدیریت د پیاوړتیا لپاره درې ورځینی ورکشاپ پیل شو
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرکز او ولایتونو زندانونو د هماهنګی، روغتیا، مالي، تفتیش، خدماتو او تعمیراتو برخې مسوولینو ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې کمېټې مدیریت د پیاوړتیا تر سرلیک لاندې درې ورځینی ورکشاپ پیل شو.
د ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس، د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازو او یو شمېر اړوندو مسوولینو ګډون کړی و.
د دغه ورکشاپ د پیل پر مهال، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" د مرکز او ولایتونو د زندانونو په بېلابېلو برخو کې د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل؛ چې د یادو کمېټو د ظرفیت لوړول د زندانونو د چاپېریال د ښه والي، د عامه شتمنیو د ساتنې او د روغتیايي معیارونو د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري.
داراز، محترم عبیدالله "اخلاص" خپلو خبرو په ترڅ کې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې له دوامدارو همکاریو په مننې د ورکشاپ ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې ترلاسه کړو زده کړو څخه په عظیمه توګه ګټه پورته او عملي چارې لا غښتلې کړي.
همداراز، د ورکشاپ ګډونوالو ته به د درېیو ورځو په ترڅ کې د حفظ او مراقبت د اصولو، د حفظ الصحې د معیارونو، د کمېټو د اغېزمن مدیریت، د ستونزو د تشخیص او حل لارو، او د عملي کاري پلانونو د جوړولو په اړه مسلکي زده کړې وړاندې شي.
د یادونې وړ ده، چې دغه ورکشاپ د زندانونو چارو د تنظیم ادارې او د سره صلیب نړیوالې کمېټې ترمنځ د ګډو همکاریو په چوکاټ کې ترسره کېږي، چې موخه یې د اړوندو کارکوونکو د ظرفیت لوړول او په زندانونو کې د تعمیراتو، حفظ الصحې او مراقبت د چارو لا ښه تنظیمول دي.
ذوالحجة الحرام ۲۹/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
