د زندانونو چارو د سمون ادارې او د دعوت او ارشاد ادارې د مسوولینو تر منځ غونډه جوړه شوه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۲ - ۱۵:۱۸
ارشاد دعوت

د دغې ادارې نظامي مرستیال محترم پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې، چې د مقام سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا"، مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده"، د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي"، د ښوونې او روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" او د یو شمېر نورو ملکي او نظامي مرکزي برخو رئیسانو او مسوولینو هم شتون درلود، د ا.ا.ا د دعوت او ارشاد ادارې له عمومي رئیس محترم شیخ القران مولوي محمدهاشم "شهیدورور" او مل پلاوي سره د یادې غونډې په ترڅ کې پر یو لړ مهمو شرعي مسایلو خبرې اترې وکړې. داراز، په دې غونډه کې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" د دعوت او ارشاد ادارې څخه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، « موږ د ازادۍ سلب په ټولو مرکزونو کې پرسونل، ښځینه او نارینه وو بندیانو، توقیفیانو او محجوزینو ته د اسلامي او شرعي اصولو د زده کولو او عملي کولو منظم او ګټور پروګرامونه عملي کړي او لاهم دا لړۍ دوام لري». په ورته وخت کې، د دعوت او ارشاد ادارې عمومي رئیس محترم شیخ القران محمدهاشم " شهیدورور" د غونډې له ګډونوالو سره د ا.ا.ا د مشرتابه له خوا په ټولو دولتي ادارو، وزارتونو او اورګانونو کې د ملکي او نظامي نارینه پرسونل ته د نبوي(ص) د طریقې پربنسټ د ږیرو پرېښودو او د لمانځه پرمهال د خولۍ په سرول او د هېواد ټولو ښځو ته د قرانکریم او نبوي(ص) د ارشاداتو له مخې د شرعي حجاب د رعایتولو پیغامونه شریک شول. همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي" په خپلو خبرو کې وویل، هر مسلمان چې نورو مسلمانانو ته د نېکۍ پر لور د دعوت کولو وینا وکړي، د الله (ج) غوره بنده ګڼل کېږي. د یادولو وړ ده، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ او مسوولین له خوا په ټولو زندانونو، توقیفخونو او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو کې د دیني او اسلامي زده کړو د برابرو شویو پروګرامونو له لارې تر دا دمه ډېری کارکوونکي، بندیان، توقیفیان او محجوزین برخمن شوې دي. ربېع الاول- ۷/ ۱۴۴۴ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS