د ننګرهار ولایت د زندان رئیس په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د شېرزادو ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۴:۳۵
ننگرهار

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل"سعید" او مل پلاوي یې د شپې ناوخته د نوموړي ولایت د شېرزادو ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړلې.

داراز، پلاوي د نوموړي ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.

په ورته وخت کې، پلاوي د یادې توقیفخونې مسوولینو سره په خبرو کې د توقیفیانو د محکماتي چارو د لا اسانتيا او د نورو ښو خدماتو د رامنځ ته کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

 

 

صفر المظفر۲۸/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۷
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د اسد ۲۴مه د افغانستان د خلکو او د اسلامي امارت د مبینې فتحې ورځې په ویاړ لمانځ غونډه وشوه

په دې اړه جوړ شویو مراسمو کې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې د یادې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د خوست ولایت له زندانه ارزونه وکړلهد زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د خوست ولایت له زندانه ارزونه وکړله

د دې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال"فاتح" او مل پلاوي یې خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان له امر محترم مولوي ذبیح الله "طلحه" سره يې پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲
Background image

د فاریاب ولایت د زندان څخه (۹۳) تنه زندانیان خوشې او (۸۳) تنه نورو ته د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو

یاد شمېر زندانیان د زمري (اسد) ۲۴مې د فتحې ورځې په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شېخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده"(حفظه الله) په هدایت او د افغانستان د سترې محکمې عالي مقام. . .

BACK TO NEWS