د ننګرهار ولایت د زندان رئیس په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د شېرزادو ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

news_admin
Wed, Aug 12 2026 2:35 PM
ننگرهار

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل"سعید" او مل پلاوي یې د شپې ناوخته د نوموړي ولایت د شېرزادو ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړلې.

داراز، پلاوي د نوموړي ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.

په ورته وخت کې، پلاوي د یادې توقیفخونې مسوولینو سره په خبرو کې د توقیفیانو د محکماتي چارو د لا اسانتيا او د نورو ښو خدماتو د رامنځ ته کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

 

 

صفر المظفر۲۸/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS