د کندز ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې
دغه سیالۍ، چې د یاد ولایت د زندان په هڅو او د دې ولایت د فدارسیون ریاست په همکارۍ په زندان کې د ورزش مینه والو زندانیانو ته د والیبال څلورو لوبډلو ترمنځ دوستانه سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دې زندان مسوولینو په وینا، د یادو سیالیو څخه یې موخه د زندانیانو ترمنځ د یوې ښې سالمې فضا رامنځ ته کول دي، څو له یوې خوا زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره شي او پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.
په ورته وخت کې، د یاد ولایت د زندان زندانیانو د یادو دوستانه سیالیو د برابرولو له امله مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړله، چې د زندان له خوا به په نورو جوړو شویو مثبتو پروګرامونو کې هم د تل په شان برخه واخلي.
صفر المظفر ۳/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
