د کندز ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې

news_admin
Sat, Jul 18 2026 2:58 PM
ff

دغه سیالۍ، چې د یاد ولایت د زندان په هڅو او د دې ولایت د فدارسیون ریاست په همکارۍ په زندان کې د ورزش مینه والو زندانیانو ته د والیبال څلورو لوبډلو ترمنځ دوستانه سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دې زندان مسوولینو په وینا، د یادو سیالیو څخه یې موخه د زندانیانو ترمنځ د یوې ښې سالمې فضا رامنځ ته کول دي، څو له یوې خوا زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره شي او پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې، د یاد ولایت د زندان زندانیانو د یادو دوستانه سیالیو د برابرولو له امله مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړله، چې د زندان له خوا به په نورو جوړو شویو مثبتو  پروګرامونو کې هم د تل په شان برخه واخلي.

 

صفر المظفر ۳/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS