ولایتي خبر(فاریاب، پکتیا،کونړ)
د فاریاب ولایت په زندان کې (۳۰) تنه محجوزین او ښځینه زندانیان د خياطۍ کورس څخه فارغ شول
د یاد زندان رئیس محترم مولوي محمد موسی" ایمل"د یادو مراسمو پر مهال وويل؛ په بېلابیلو برخو کې د نوموړي زندان زندانیانو او محجوزینو ته د ښوونیزو او روزنیزو پروګامونو په ترڅ کې دا ځل د خیاطۍ کورس زمینه هم برابره کړې، چې ۱۵ تنه محجوزین او ۱۵ تنه ښځینه زندانیان ترې فارغ شول.
پکتیا:
د پکتیا ولایت په زندان کې زندانیانو ته د اصلاح او بریا تر سرلیک لاندې د واليبال سیالیو ټورنمنټ پيل شو
دغه ټورنمنټ چې د دې ولایت ملکي او نظامي اداراتو سربېره د ولسوالیو ټیمونو هم په کې برخه اخیستې او دوه اونۍ دوام کوي موخه یې د زندانيانو د ذهني سکون، سالمې او مثبتې بوختيا سربېره د اصلاح او روزنې د بهير د پياوړتيا په برخه کې يو مهم ګام دي.
د یاد ولايت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل" وويل، د دا ډول ورزشي برنامو تنظیمول د زندانيانو پر روحي او رواني روغتیا مثبتې اغېزې لري او له زندانيانو سره د بيا ټولنيز کېدو او مثبت بدلون په برخه کې ډېره مرسته کوي.
کونړ:
د کونړ ولایت د زندان نظامي پرسونل ته یو ورځینی سمینار ترسره شو
د نوموړي ولایت د زندان د کشف او اوپراتیفي امریت له لورې د یاد زندان نظامي پرسونل ته د بدني تلاشۍ، د ممنوعه توکو د راوړلو د مخنیوي او امنیتي تدابیرو په اړه د پوهې لوړونې په موخه یو ورځینی روزنیز سمینار پای ته ورسېد.
د یاد زندان امر محترم ملا محمد نور "بلال شاهین" په خپلو خبرو کې د سمینار ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سمینار په ارزښت خبرې وکړې او له ګډونوالو څخه وغوښتل چې د ترلاسه کړو زده کړو څخه په عملي چارو کې ګټه پورته کړي.
ربیع الاول ۱۷/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
