د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې کمېټې مدیریت د پیاوړتیا لپاره درې ورځینی ورکشاپ پیل شو

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۶
rt

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرکز او ولایتونو زندانونو د هماهنګی، روغتیا، مالي، تفتیش، خدماتو او تعمیراتو برخې مسوولینو ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې کمېټې مدیریت د پیاوړتیا تر سرلیک لاندې درې ورځینی ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس، د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازو او یو شمېر اړوندو مسوولینو ګډون کړی و.

د دغه ورکشاپ د پیل پر مهال، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" د مرکز او  ولایتونو  د زندانونو په بېلابېلو برخو کې د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل؛ چې د یادو کمېټو د ظرفیت لوړول د زندانونو د چاپېریال د ښه والي، د عامه شتمنیو د ساتنې او د روغتیايي معیارونو د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري.

داراز، محترم عبیدالله "اخلاص" خپلو خبرو په ترڅ کې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې له دوامدارو همکاریو په مننې د ورکشاپ ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې ترلاسه کړو زده کړو څخه په عظیمه توګه ګټه پورته او عملي چارې لا غښتلې کړي.

همداراز، د ورکشاپ ګډونوالو ته به د درېیو ورځو په ترڅ کې د حفظ او مراقبت د اصولو، د حفظ الصحې د معیارونو، د کمېټو د اغېزمن مدیریت، د ستونزو د تشخیص او حل لارو، او د عملي کاري پلانونو د جوړولو په اړه مسلکي زده کړې وړاندې شي.

د یادونې وړ ده، چې دغه ورکشاپ د زندانونو چارو د تنظیم ادارې او د سره صلیب نړیوالې کمېټې ترمنځ د ګډو همکاریو په چوکاټ کې ترسره کېږي، چې موخه یې د اړوندو کارکوونکو د ظرفیت لوړول او په زندانونو کې د تعمیراتو، حفظ الصحې او مراقبت د چارو لا ښه تنظیمول دي.

 

ذوالحجة الحرام ۲۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS