د پکتیکا ولایت د زندان نظامي پرسونل لپاره د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سمینار پېل شو

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۳۵
پکتیکا

یاد سمینار چې د نوموړي زندان د مسوولینو په لارښونه د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل شوی، د زندان نظامي پرسونل لپاره به د اداري اصولو، نظم او ډیسپلین او د بندیانو د حقونو په اړه زده کړې ورکړل شي.

 د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" د یاد سمینار د پرانیستې په مراسمو کې ګډونوالو ته په خپله وینا کې د دا ډول روزنیزو پروګرامونو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د ظرفیت لوړونه د اداري چارو د ښه تنظیم او د مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره حیاتي ارزښت لري او د زندان مسوولین باید د خپلو اداري دندو ترڅنګ له مراجعینو سره نېک، عادلانه او حسنه چلند وکړي.

 

شوال المکرم ۲۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۵
Background image

ولایتي خبر: (هرات) د هرات ولایت له زندان سره د عامې روغتیا ریاست له لورې د حفظ الصحې او اړینو توکو مرسته وشوه

په دې مرسته کې چې د پاکۍ اړوند توکي، روغتیایي مواد او نور ضروري توکي شامل وو، د زندانیانو د ژوند د شرایطو د ښه والي او د ناروغیو د مخنیوي په موخه برابر شوي دي.

د زندان مسوولینو د عامې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۳۸
Background image

ولایتي خبرونه: (پکتیا، بادغیس، پکتیکا) د پکتیا ولایت د زندان په کلنیک کې د غاښونو څانګه پرانېستل شوه

یاده څانګه، د نوموړي ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" په هڅو، چې په کې د غاښونو کلنیک اړوند مجهز توکي موجود دي ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

 د دې زندان رئیس په وینا، په دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۳۵
Background image

د پکتیکا ولایت د زندان نظامي پرسونل لپاره د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سمینار پېل شو

یاد سمینار چې د نوموړي زندان د مسوولینو په لارښونه د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل شوی، د زندان نظامي پرسونل لپاره به د اداري اصولو، نظم او ډیسپلین او د بندیانو د حقونو په اړه زده کړې. . .

BACK TO NEWS