د پکتیکا ولایت د زندان نظامي پرسونل لپاره د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سمینار پېل شو

news_admin
Thu, Apr 16 2026 10:35 AM
پکتیکا

یاد سمینار چې د نوموړي زندان د مسوولینو په لارښونه د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل شوی، د زندان نظامي پرسونل لپاره به د اداري اصولو، نظم او ډیسپلین او د بندیانو د حقونو په اړه زده کړې ورکړل شي.

 د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" د یاد سمینار د پرانیستې په مراسمو کې ګډونوالو ته په خپله وینا کې د دا ډول روزنیزو پروګرامونو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د ظرفیت لوړونه د اداري چارو د ښه تنظیم او د مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره حیاتي ارزښت لري او د زندان مسوولین باید د خپلو اداري دندو ترڅنګ له مراجعینو سره نېک، عادلانه او حسنه چلند وکړي.

 

شوال المکرم ۲۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS