د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د څرخي  پله له مرکزي زندان، له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړله

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳ - ۱۱:۴۴
نظامی

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم  "طارق" او ورسره مل پلاوي یې د څرخي پله، له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز مسوولینو سره په جلا جلا توګه ولیدل او د زندانیانو په اړوند مسایلو  یې خبرې اترې او سلا مشورې وکړلې.

داراز، محترم الحاج محمد کاظم طارق او مل پلاوي د څرڅې بله مرکزي زندان، د نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز له زندانیانو، محجوزینو او توقیفیانو سره هم له نږدې وکتل او د کمکي اختر مبارکي ویلو سربېره دا هم وویل؛ تاسو زندانیان نه بلکې د مدرسې زده کوونکي او زمونږ میلمانه یاست اداره هڅه او هوډ لري چې تاسو ته د لاښه خوندي او مصئون چاپیریال سربېره ښه چوپړتیاوې او له کورنیو سره د لیدو کتو او نورو برخو کې لازمې اسانتیاوو زمینه بربراه کړي.

 داراز، زندانیانو هم د دوی ورتګ او د مسوولینو چلند او هم له برابرو شویو چوپړتیاوو څخه خوښي څرګنده کړله.

همدا راز، پلاوي  مسوولينو ته د زندانیانو لپاره  د اسانتياوو پر لا زیاتولو، ستونزو او روا غوښتنو ته یې د رسېدنې په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

په پای کې، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم  "طارق"  په مشرۍ پلاوي د مرکزي زندان او د ماشومانو د اصلاح مرکز د پخلنځيو، تعمیراتي او روغتیايي چارو، امنیتي پوستو، ټاورونو او قراولونو څخه په جلا جلا توګه ارزونه وکړله او د مسوولینو له لورې تر سره شویو خدمتونو په تړاو یې خوښی څرګنده کړله.

 

شوال المکرم ۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت‌

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د بلخ ولایت له زندان سره د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، چې د کالیو منځلو پودر، صابون، غاښونو کریم، ترموزونه، ستلونه او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ توکي شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو. . .

BACK TO NEWS