د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د څرخي پله له مرکزي زندان، له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړله
د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" او ورسره مل پلاوي یې د څرخي پله، له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز مسوولینو سره په جلا جلا توګه ولیدل او د زندانیانو په اړوند مسایلو یې خبرې اترې او سلا مشورې وکړلې.
داراز، محترم الحاج محمد کاظم طارق او مل پلاوي د څرڅې بله مرکزي زندان، د نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز له زندانیانو، محجوزینو او توقیفیانو سره هم له نږدې وکتل او د کمکي اختر مبارکي ویلو سربېره دا هم وویل؛ تاسو زندانیان نه بلکې د مدرسې زده کوونکي او زمونږ میلمانه یاست اداره هڅه او هوډ لري چې تاسو ته د لاښه خوندي او مصئون چاپیریال سربېره ښه چوپړتیاوې او له کورنیو سره د لیدو کتو او نورو برخو کې لازمې اسانتیاوو زمینه بربراه کړي.
داراز، زندانیانو هم د دوی ورتګ او د مسوولینو چلند او هم له برابرو شویو چوپړتیاوو څخه خوښي څرګنده کړله.
همدا راز، پلاوي مسوولينو ته د زندانیانو لپاره د اسانتياوو پر لا زیاتولو، ستونزو او روا غوښتنو ته یې د رسېدنې په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
په پای کې، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ پلاوي د مرکزي زندان او د ماشومانو د اصلاح مرکز د پخلنځيو، تعمیراتي او روغتیايي چارو، امنیتي پوستو، ټاورونو او قراولونو څخه په جلا جلا توګه ارزونه وکړله او د مسوولینو له لورې تر سره شویو خدمتونو په تړاو یې خوښی څرګنده کړله.
شوال المکرم ۵/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
