مرکزي او ولایتي خبرونه: د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې له محجوزینو د کتاب لوستنې ازموینه واخیستل شوه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۰:۶
اصلاح

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې د تنویر فرهنګي ټولنې له لوري د «ځوانانو مسوولیت» تر عنوان لاندې د کتاب لوستنې سیالۍ ازموینه واخیستل شوه.

د مسوولینو په وینا، یاده ازموینه د دې مرکز د محجوزینو د فکري او فرهنګي ودې، د مطالعې د کلتور د پیاوړتیا او د مسوولیت احساس د لوړولو په موخه ترسره شوه، چې ګڼ شمېر محجوزینو پکې ګډون کړی و.

د تنویر فرهنګي ټولنې استازو وویل، هڅه کوي د ورته فرهنګي او علمي پروګرامونو له لارې محجوزین مطالعې ته وهڅوي، څو د پوهې له لارې خپل راتلونکی روښانه کړي.

د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس محترم مولوي شرافت الله"حقاني"د یادې ټولنې څخه په مننې د دغسې پروګرامونو هرکلی وکړ او زیاته یې کړله، چې د محجوزینو د فکري او تعلیمي ودې لپاره به دا ډول فعالیتونه دوام ولري.

پکتیا:

د پکتیا ولایت په زندان کې د (۳۳) تنو بېوزلو زندانیانو له کورنیو سره مرسته وشوه

د پکتیا ولایت د محترم والي د لارښوونې پر بنسټ، د اړوندو ادارو له لوري د یاد ولایت د زندان د ۳۳ تنو بېوزلو او لاچاره زندانیانو له کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

د معلوماتو له مخې، په دې مرسته کې یوه بوجۍ اوړه، یو بوتل غوړي، بوره، لوبیا او خرما شامل وو، چې د یاد زندان پر اړمنو کورنیو د زندان او سیمه ییزو مسوولینو په حضور کې ووېشل شول، څو د هغوی د ژوند د ورځنیو اړتیاوو په پوره کولو او د اقتصادي ستونزو په کمولو کې مرسته وشي.

 

رمضان المبارک ۲۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۰:۶
Background image

مرکزي او ولایتي خبرونه: د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې له محجوزینو د کتاب لوستنې ازموینه واخیستل شوه

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې د تنویر فرهنګي ټولنې له لوري د «ځوانانو مسوولیت» تر عنوان لاندې د کتاب لوستنې سیالۍ ازموینه واخیستل شوه.

د مسوولینو په وینا، یاده. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۵۳
Background image

د جوزجان او بادغیس ولایتونو د زندانونو څخه (۱۷۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د جوزجان او باغیس د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۴۷
Background image

ولایتي خبر:(خوست) د خوست ولایت د زندان د امنیتي پرسونل له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان ختم پایته ورسېده

د یاد زندان امر محترم مولوي ذبیح الله "طلحه" په دې اړه په جلا جلا توګه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: « دا چې دا د رحمت، برکت. . .

BACK TO NEWS