رولایتي خبرونه: د پکتیا ولایت د زندان د امنیتي پرسونل او زندانیانو له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان ختمونه پایته ورسېدل

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۲:۲۰
ولایتی

د یاد زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل" په دې اړه په جلا جلا توګه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: « دا چې دا میاشت د قرانکریم د نزول میاشت ده، نو د هغه تلاوت او نور عبادات د نورو میاشتو په پرتله ډېر ثواب او اجر لري او د مسلمانانو د نفس د تزکیې، اصلاح او تقوا لامل ګرځي».

د یادو مراسمو په پای کې، د نوموړي زندان پرسونل او زندانیانو د افغانستان د اوسني اسلامي نظام د بقا، په هېواد کې د امنیت، سولې، سوکالۍ، پرمختګ او یووالي د لا ښه ټینګښت لپاره د خیر دعاوې وکړې.

میدان وردګ، خوست، پکتیا، پکتیکا:

د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د میدان وردګ، خوست، پکتیا او پکتیکا  ولایتونو له زندانونو څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د محترم مولوي رحیم الله "مدني" په مشرۍ یوه پلاوي د میدان وردګ، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته د سفر پرمهال د یادو ولایتونو له زندانونو څخه لیدنه وکړله او له مسوولینو او پرسونل سره د دې زندان پر تخنیکي او نورو اړوندو چارو بحث کړی دی.

همداشان، پلاوي د میدان وردګ، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د بریښنا لپاره جنراتورونو چې تخنیکي ستونزې یې درلودلې ترمیم کړل.

فاریاب:

د فاریاب ولایت د زندان له زندانیانو او توقیفیانو سره  د یاد ولایت والي له لورې د (۷۵۰) کارتنو خرما او حفظ الصحې توکو مرسته وشوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې په همکارۍ د نوموړي زندان د مسوولینو په هڅو او د دې ولایت محترم والي له لورې د یاد زندان له زندانیانو سره د (۶۰۰) کارتنه خرما او (۱۵۰) کارتنه د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

د یاد زندان امر محترم مولوي محمد موسی "ایمل" له محترم والي څخه د مننې سربېره  دا  بشرپاله او انسان دوستانه اقدام نیک یاد کړ او په نورو خیريه بنسټونو او خییرو تاجرانو هم غږ وکړ چې خپلې مرستې د ټولنې له دغه قشر چې زندانیان دي ونه سپموي.

 

رمضان المبارک ۱۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت‌

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS