د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
معرفی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو چارو د سمون ادارې د قرارګاه د امنيتي قطعې قوماندانۍ د نوي ارکان رئیس په توګه پرسونل ته معرفي او نوموړي هم رسماً خپله دنده پیل کړه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د یادې ادارې د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" تغییر او تبدیل د نظام یو اصل یاد کړ او له کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې له نوي رئیس سره په کارونو کې پوره همغږي او همکاري وکړي.

په ورته وخت کې، د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ د ارکان نوي رئیس محترم رحمت الله عمري ژمنه وکړله چې دغه دروند مسوولیت به په پوره ریښتینوالۍ او امانتدارۍ سره سرته رسوي او  د خپلو ټولو مشرانو اطاعت به کوي.

 

رمضان المبارک ۱۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت‌

 

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۳۵
Background image

د پکتیکا ولایت د زندان نظامي پرسونل لپاره د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سمینار پېل شو

یاد سمینار چې د نوموړي زندان د مسوولینو په لارښونه د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل شوی، د زندان نظامي پرسونل لپاره به د اداري اصولو، نظم او ډیسپلین او د بندیانو د حقونو په اړه زده کړې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۲۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې او د پوهنې وزارت ترمنځ د زندانیانو د ښوونیزو او روزنیزو برنامو او د مخکینیو لاسلیک شویو هوکړه لیکونو د لا ښه عملي کېدو په موخه غونډه ترسره شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري" او د پوهنې محترم وزارت د سواد زده کړو استازو محترم رمضان "همت"، محترم فرهاد "معصومي"، د اساسي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۴۶
Background image

د لوګر ولایت د زندان لپاره نوی نظامي مدیر وټاکل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مولوي عبدالشکور"طیب" له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې محترم مولوي فضل الرحمن د لوګر ولایت د زندان د نظامي مدیر په توګه د دې. . .

BACK TO NEWS