د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

news_admin
Sun, Mar 01 2026 9:58 AM
معرفی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو چارو د سمون ادارې د قرارګاه د امنيتي قطعې قوماندانۍ د نوي ارکان رئیس په توګه پرسونل ته معرفي او نوموړي هم رسماً خپله دنده پیل کړه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د یادې ادارې د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" تغییر او تبدیل د نظام یو اصل یاد کړ او له کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې له نوي رئیس سره په کارونو کې پوره همغږي او همکاري وکړي.

په ورته وخت کې، د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ د ارکان نوي رئیس محترم رحمت الله عمري ژمنه وکړله چې دغه دروند مسوولیت به په پوره ریښتینوالۍ او امانتدارۍ سره سرته رسوي او  د خپلو ټولو مشرانو اطاعت به کوي.

 

رمضان المبارک ۱۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت‌

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS