د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال او مل پلاوي د کابل ولایت د مخدره توکو د ځانګړي امنیت لرونکي محبس چارې وارزولې

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۰:۵۱
نظامی

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" او د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مولوي عبدالشکور"طیب" هم ورسره و، په پېل کې د مخدره توکو د ځانګړي محبس له امر محترم مولوي حبیب الرحمن"رحماني"سره ولیدل او د نوموړي محبس د امنیت او نورو اړوندو مسایلو په هکله یې خبرې اترې وکړې.

داراز، پلاوي د یاد محبس له زندانیانو سره هم ولیدل او هغوی ورته د خپل حالت او د محبس د مسوولینو له خوا د مناسبو خدمتونو وړاندې کولو په اړه معلومات ورکړل.

همدا شان، پلاوي تر دې ليدنې وروسته د نوموړي محبس اداري او امنيتي وضعيت هم له نږدې وارزاوه او د امنیتي ټاورونو د څارلو ترڅنګ يې له امنیتي اړخه زیانمنونکي ځایونه په نښه او د هغو د امنیت لا ښه ټینګښت لپاره یې اړوندو مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.

په پای کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم"طارق" په مشرۍ پلاوي د نوموړي محبس د پرسونل او زندانیانو  لپاره د خوړو، اباتې، پخلنځي، کانتین، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او غوښتنو ته د رسېدنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

 

رمضان المبارک ۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت‌

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۳۲
Background image

ولایتي خبرونه: (کندز، سرپل) د کندز د زندان رئیس او مل پلاوي یې د دې ولایت د خان اباد ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم ملا نعمت الله "سراجي" او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د خان اباد ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره د لېدو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۰:۵۱
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال او مل پلاوي د کابل ولایت د مخدره توکو د ځانګړي امنیت لرونکي محبس چارې وارزولې

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" او د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مولوي عبدالشکور"طیب" ه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۲:۵۴
Background image

ولایتي خبر: (ننګرهار) د ننګرهار ولایت د زندان رئیس په مشرۍ پلاوي د شپې ناوخته د خوګیاڼو ولسوالۍ د توقیف خونې څخه لیدنه وکړله

په دې لیدنه کې د یاد زندان رئیس محترم مولوي سهیل سعید د نوموړې توقیف خونې اداري بهیر، اعاشوي چارې او د توقیفي بندیانو حالت له نږدې وڅېړه او د یاد توقیف خونې مسوولینو، اړوند اداري. . .

BACK TO NEWS