د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال او مل پلاوي د کابل ولایت د مخدره توکو د ځانګړي امنیت لرونکي محبس چارې وارزولې

news_admin
Sun, Feb 22 2026 10:51 AM
نظامی

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" او د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مولوي عبدالشکور"طیب" هم ورسره و، په پېل کې د مخدره توکو د ځانګړي محبس له امر محترم مولوي حبیب الرحمن"رحماني"سره ولیدل او د نوموړي محبس د امنیت او نورو اړوندو مسایلو په هکله یې خبرې اترې وکړې.

داراز، پلاوي د یاد محبس له زندانیانو سره هم ولیدل او هغوی ورته د خپل حالت او د محبس د مسوولینو له خوا د مناسبو خدمتونو وړاندې کولو په اړه معلومات ورکړل.

همدا شان، پلاوي تر دې ليدنې وروسته د نوموړي محبس اداري او امنيتي وضعيت هم له نږدې وارزاوه او د امنیتي ټاورونو د څارلو ترڅنګ يې له امنیتي اړخه زیانمنونکي ځایونه په نښه او د هغو د امنیت لا ښه ټینګښت لپاره یې اړوندو مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.

په پای کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم"طارق" په مشرۍ پلاوي د نوموړي محبس د پرسونل او زندانیانو  لپاره د خوړو، اباتې، پخلنځي، کانتین، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او غوښتنو ته د رسېدنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

 

رمضان المبارک ۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت‌

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS