ولایتي خبر(سرپل) د سرپل ولایت د زندان سره اکتید موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۲۳
ولایتی

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ او د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ  د اکتید موسسې له لورې د سرپل ولایت د زندان د ښځینه محبس له محبوسینو  او محجوزینو سره چې د کالیو منځلو پودر، شامپو، د غاښونو کریم او برسونه، صابون، ځان پاک او د اړتیا وړ نور توکي شامل ول، د یادې ولایت په ښځینه محبوسین او محجوزینو باندې ووېشل شوه.

د دې زندان امر محترم ملا ګل محمد " بلخي" د نوموړې موسسې څخه د مننې  ترڅنګ، یادې مرستې اړینې وبللې او ترڅنګ يې په نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 

جمادي االثاني۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او نظامي مرستیال د دې ادارې د مخابرې عمومي مدیر سره د مرکز او لایتونو زندانونو ترمنځ د اړيکو تأمینولو، همغږۍ او پرمختګ په موخه ناسته وکړله

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" نن(شنبې) په خپل کاري دفتر کې د یادې ادارې د مخابرې عمومي مدیر محترم سمونوال قاري رحیم الله "ځدران" او  د دې مدیریت یو شمېر نظامي مسوولینو سره د د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

ولايتي لنډ خبرونه: ( هلمند، فاریاب)

د هلمند ولایت زندان کې (۸۵) تنه زندانیان له حرفوي زده کړو فارغ شول.

د دې ولایت مرستيال والي محترم الحاج مولوي محمدنبي "حماس" په داسې حال کې، چې  د یاد زندان رئيس محترم الحاج مولوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۱۱
Background image

ولایتي لنډ خبرونه: (ننګرهار،غزني، میدان دردګ)

د ننګرهار د زندان نظامي مدیر سمونوال محمد امین نظامي په مشرۍ یوه پلاوي د دې ولایت د دره نور، خوګیاڼو، حصارک او شېرزاد ولسوالیو له توقیفخونو څخه ليدنه وکړه او له مسوولینو سره یې د اړوندو. . .

BACK TO NEWS