ولایتي خبر(سرپل) د سرپل ولایت د زندان سره اکتید موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

news_admin
Thu, Nov 27 2025 12:23 PM
ولایتی

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ او د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ  د اکتید موسسې له لورې د سرپل ولایت د زندان د ښځینه محبس له محبوسینو  او محجوزینو سره چې د کالیو منځلو پودر، شامپو، د غاښونو کریم او برسونه، صابون، ځان پاک او د اړتیا وړ نور توکي شامل ول، د یادې ولایت په ښځینه محبوسین او محجوزینو باندې ووېشل شوه.

د دې زندان امر محترم ملا ګل محمد " بلخي" د نوموړې موسسې څخه د مننې  ترڅنګ، یادې مرستې اړینې وبللې او ترڅنګ يې په نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 

جمادي االثاني۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS