ولایتي خبرونه ( سمنګان، ننګرهار، پکتیکا) د سمنګان ولایت زندان لسګونه تنه محبوسین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۴:۷
ولایتی

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ د سمنګان ولایت د زندان د محبوسینو د نسبتي دوسیو کره څېړنه کړې، چې د هغوی د څېړنې او نظر پربنسټ او د افغانستان د سترې محکمې عالي مقام د تاییدۍ په اساس د سمنګان زندان (۳۹) تنو محبوسینو د حبس د پاتې مودې د عفوې او خوشې شول او (۵۰) تنو نورو د حبس په موده کې د تخفیف یا کموالی راغی.

د یادونې وړ بولو، چې د یاد بهیر په ترڅ کې هغه محبوسین له عفوې او تخفیف څخه برخمنېدای شي، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا زندانونو کې د دیني او عصري علومو، کسب زده کړو، اصلاحي او نورو ښوونیزو او روزنیزو علمي او عملي برنامو کې یې ښه برخه اخیستې وي، په سلوک کې یې اصلاح راغلې وي او د ټاکل شوي حبس درېیمه برخه یې بشپړه کړې وي.

ننګرهار:

د یو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولایت په زندان کې د والیبال تورنمنټ پېل شو

 

د ننګرهار ولایت د زندان ریاست په نوښت د والیبال دوستانه سیالیو تورنمنټ د یاد ولایت په زندان کې پیل شو.

په دې سیالیو کې د هېواد شپږو ولایتونو زندانونو کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان او کابل څرخي پله امنیتي پرسونل ترڅنګ، د ننګرهار د ولسوالیو او د جلال اباد د مشهورو کلپونو لوبډلې ګډون لري.

په دې اړه جوړ شویو مراسمو کې، چې د دې ولایت المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست د والیبال فدراسیون امر او یو شمېر سمه ییزو مسوولینو ګډون درلود، د نوموړي ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید"  وویل: له دغو سیالیو یې موخه زندانیان په سالمو او مثبتو کړنو بوخت ول دي څو روحي فشار یې کم او د یوالي همکارۍ او ورورولۍ احساس یې لا پیاوړی شي، چې له یوې خوا زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره شي او پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.

په دې سیالیو کې پنځویشت لوبډلې برخه لري او یادې لوبې به یو میاشت دوام وکړي.

پکتیکا:

بل لور بیا، د پکتیکا ولایت د زندان امر په مشرۍ پلاوي د یاد  ولایت د یحی خیلو ولسوالۍ  له توقیفخونې څخه لیدنه وکړله

 

د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د یحی خیلو ولسوالۍ د توقیفخونې څخه د ليدنې ترڅنګ، له مسوولینو سره پر  اړوندو چارو خبرې وکړې.

دا راز، پلاوي د نوموړي زندان له توقیفیانو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې او روا غوښتنې ترې له نږدې واورېدې او د حل په موخه یې ورته ‌ډاډ ورکړ.

همدا راز، نوموړي پلاوي د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په لیدنه کې د هغوی ښه خدمتونه وستایل او توقیفیانو سره پر ښه چلند یې ټینګار وکړ.

 

ربېع الاخر ۲۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۳۷
Background image

د فاریاب ولایت د زندان سره د یونیسف موسسې له لورې د ژمنیو او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د یونیسف موسسې په همکارۍ، شوې مرسته کې چې کمپلې، جرابې، څادر، شامپو، صابون، غاښونو کریم او برس شامل ول،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۰:۴۸
Background image

ولايتي خبرونه( فراه، میدان وردګ) د فراه والي د دې ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د فراه والي محترم ملام محمد حافظ "مجاهد" چې د زندان مسوولینو یې ملتیا کوله د نوموړي ولایت د زندان اداري، امنیتي، خدماتي چارو، د زندانیانو د اوسېدنې، تغذیې، روغتیايي او اصلاحي پروګرامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس د یو پلاوي په مشرۍ دا ځل د کونړ ولایت له زندان څخه لیدنه وکړله  

د دې ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د نوموړي ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور "طیب" په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د زندان. . .

BACK TO NEWS