د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي زندان رئیس د یوناما دفتر له پلاوي سره وليدل

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۴:۵۳
mahbas

د کابل  ولایت د څرخي پله مرکزي زندان رئیس محترم الحاج مولوي عبدالمالک "خاکسار" ‌په داسې حال کې، چې د نوموړي زندان یو شمېر مسوولینو هم شتون درلود، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندویه ماموریت "یوناما" د بشري حقونو د برخې له پلاوي سره ولیدل او د زندانیانو د ژوندانه د وضعیت، د هغوی د بشري حقونو د خوندیتوب او په نورو اړوندو موضوعاتو یې ورسره خبرې اترې وکړې.

داراز، د دې زندان رئیس یاد پلاوي څخه د زندانیانو لپاره د صحي، اعاشوي، صنعتي او یو شمېر نورو برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړله چې د پلاوي له لوري ورته د رسېدنې ډاډ ورکړل شو.

دغه راز، نوموړي پلاوي د یاد زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او د هغوی لپاره یې د ښو خدماتو او اسانتیاوو د رامنځته کولو او د بشري حقونو د خوندیتوب په موخه د مسوولینو هڅې یې وستایلې.  

 

ربېع الاخر ۱۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۴:۳۳
Background image

کندهار ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي د دې ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان نظامي مدیر محترم مولوي فضل الرحمن" زاهدي"او مل پلاوي د نوموړي ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۳۷
Background image

د فاریاب ولایت د زندان سره د یونیسف موسسې له لورې د ژمنیو او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د یونیسف موسسې په همکارۍ، شوې مرسته کې چې کمپلې، جرابې، څادر، شامپو، صابون، غاښونو کریم او برس شامل ول،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۰:۴۸
Background image

ولايتي خبرونه( فراه، میدان وردګ) د فراه والي د دې ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د فراه والي محترم ملام محمد حافظ "مجاهد" چې د زندان مسوولینو یې ملتیا کوله د نوموړي ولایت د زندان اداري، امنیتي، خدماتي چارو، د زندانیانو د اوسېدنې، تغذیې، روغتیايي او اصلاحي پروګرامونو. . .

BACK TO NEWS