مرکزي او ولایتي خبرونه: (کابل، سرپل، پروان) د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس او د سرپل ولایت د زندان (۴۷۵) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول
د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون دارې په همغږۍ زندانونو د محبوسینو د نسبتي دوسیو کره څېړنه کړې، چې د هغوی د څېړنې او نظر پربنسټ او د افغانستان د سترې محکمې عالي مقام د تائیدۍ په اساس د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس له زندان څخه (۶۰) تنو محبوسینو د حبس پاتې مودې عفو او خوشې شول او (۲۴۸) تنو نورو د حبس په موده کې تخفیف یا کموالی راغی.
په دې اړه جوړو شویو مراسم کې د عدلي او قضايي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي د محبس امر مولوي حبیب الرحمن "رحماني" او یو شمېر نور مسوولینو ګډون درلود، د یادو زندانیانو د ازادېدو له امله مبارکي وویله او له هغوی یې د اسلامي شریعت او افغاني ټولنې د اصولو خلاف اعمالو څخه د ډډې کولو او په زندان کې ورکړل شویو زده کړو او روزنو پر مټ کورنۍ او هېواد ته د خدمت کولو غوښتنه وکړله.
بل خوا بیا، د سرپل ولایت له زندان څخه (۷۲) تنو زندانیان د حبس پاتې مودې عفو او خوشې شول او (۹۵) تنو نورو د حبس په موده کې تخفیف یا کموالی راغی.
د یادونې وړ بولو، چې د یاد بهیر په ترڅ کې هغه محبوسین او محجوزین له عفوې او تخفیف څخه برخمنېدای شي، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا زندانونو کې د دیني او عصري علومو، کسب زده کړو، اصلاحي او نورو ښوونیزو او روزنیزو علمي او عملي برنامو کې یې ښه برخه اخیستې وي، په سلوک کې یې اصلاح راغلې وي او د ټاکل شوي حبس درېیمه برخه یې بشپړه کړې وي.
د یو بل خبر له مخې، د پروان ولایت د زندان رئیس په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د سیاه ګرد او جبل السراج ولسوالیو له توقیفخونو څخه ارزونه وکړله
د دغه ولایت د زندان رئیس محترم مولوي محمد ابراهیم "حقاني" او مل پلاوي د نوموړي ولایت د سیاه ګرد او جبل السراج ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
داراز، محترم مولوي حقاني او مل پلاوي د نوموړو ولسوالیو اداري او تخنیکي چارو د ارزونې ترڅنګ د توقیفخونو له توقیفیانو سره له نیږدې ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.
ربېع الاخر ۱۳/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
