د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د ادارې له عدلي او قضايي اورګانونو سره د اړیکو ریاست او د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس څخه ارزونه وکړله

news_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۵:۲۹
پالیسی


په دې ارزونه کې د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" او مل پلاوي یې لومړی د ادارې له عدلي او قضايي اورګانونو سره د اړیکو ریاست له رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" سره ولیدل او په اړوند مسایلو یې خبرې اترې وکړې.
داراز، محترم الحاج محمد کاظم طارق د یاد ریاست مسوولینو ته لارښوونه وکړله چې دغه ریاست ته د راغلو مراجعینو کارونه په وخت ترسره او په عدلي او قضايي برخو کې د زندانیانو او توقیفیانو چارې د شرعي او ادارې اصولو په رڼا کې ترسره کړي.
په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس څخه ارزونه وکړله.
په دې ارزونه کې محترم الحاج طارق د ایران اسلامي جمهوریت څخه د راستون شویو محبوسینو وضعیت له نږدې ولیده او نوموړو ته یې په محبس کې د ژوند د سالمې فضا او لازمو سهولتونو برابرولو ډاډ ورکړ.
داراز، نوموړي د دغه محبس مسوولینو ته سپارښتنه وکړله څو له محبوسینو سره چلن لا ښه او د هغوی د ساتنې او پالنې لپاره لانوره هم خپله توجه زیاته کړي.
 
شوال المکرم ۲۱/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۲:۵۵
Background image

ولایتي خبرونه:(بادغیس، غور) د بادغیس ولایت د زندان امر او مل پلاوي د دې ولایت د بلامرغاب ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان امر محترم ملا سید باران "عدالتي" او مل پلاوي د نوموړي ولایت د بلامرغاب ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال لومړی د یادې ولسوالیو د توقیفخونو مسوولینو له پلاوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۹:۵۸
Background image

د ننګرهار ولایت د زندان (۶۶۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون دارې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۳:۴۶
Background image

ولایتي خبرونه: (کندز، غزني، پروان) کندز: د کندز ولایت د زندان (۱۵۵) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون دارې په. . .

BACK TO NEWS