د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال د شخصیتي دوسیو امریت کړنې او راتلونکي پلانونه واورېدل

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۳:۳۶
پالیسی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د شخصیتي دوسیو امر محترم ډاکټر سیداقا "موسوي نژاد" د ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" سره راتلونکي پلانونه او د دې امریت اړوند کړنې شریکې کړې.

داراز، محترم الحاج طارق د زندانونو چارو د سمون ادارې د شخصیتي دوسیو امریت له کړنو خوښي و ښوده او د یاد امریت پلانونه یې ارزښتمن یاد کړل.

همداراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال د یاد امریت مسوولینو ته لارښوونه وکړله چې د ادارې د کړنلارې مطابق او پروخت د زندانیانو شخصیتي دوسېو د ترتیبولو ترخوا خپلې اړوندې چارې د شرعي اصولو او نافذه قوانینو په رڼا کې ترسره کړي.

 

رمضان المبارک ۲۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۸
Background image

ولایتي خبر: (نورستان) د نورستان ولایت د زندان ملکي  او اداري کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځینی سمینار پای ته ورسېده

د نورستان ولایت د زندان امر محترم مولوي عبیدالله "عباد" په وینا، یاد سمینار چې د نوموړي زندان د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل شوی وو، د دې ولایت د زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۴۲
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کابل او (۳۳) ولایتونو د زندانونو رئیسانو، مرستیالانو او امرینو ته د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې په موخه (۱۵) ورځینی سمینار پیل شو

د زندانونو چارو د تنظیم  ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې دغې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده". . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۶
Background image

د کندز ولایت په زندان کې (۱۲۷) تنه زندانیان د محمدیه دارالعلوم له مدرسې څخه د قران کریم حفظ او ناظرې، نوراني قاعدې، او کسب زده کړو له روزنېزو برنامو څخه فارغ شول

د نوموړي زندان مسوولینو د یادې دورې محبوسینو او محجوزینو  فراغتغونډې ته د خپلو خبرو پرمهال په داسې حال کې، چې د یاد ولایت والي محترم مولوي نصر الله "مطیع"، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې. . .

BACK TO NEWS